څارندوی مینه انصاف غواړي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • 1024

د شپږمې لسیزې په لومړیو کلونو کې دکابل ښار دببرک چمن په سیمه کې دکورنیو چارو وزارت اړوند دڅارندوی مینې یا پولیسو دښار ګوټي دجوړولو کار پیل شو په لږه موده کې دوخت ددولت په پاملرنه په دې سیمه کې دهستوګنې څو بلاکونه جوړ شول او هغه وخت یې دکورونو مستحقو کسانو ته دویش لړۍ پیل شوه. 

دغه کورونه به دیوه واکمن کمیسیون له خوا مستحقو کسانو ته ویشل کیدل دکورونو مستحقو کسانو به لومړی دمخه طرحه شوې فورمې دکابل ښار په اړوندو ناحیو کې تصدیق کولې له هغه وروسته به داړوندو څانګو او ټاکل شوي کمیسیون له خوا مستحق کسان په ګوته کیدل او بیا به بې له دې چې واسطه په پام کې وي یا هم داداري فساد کومه نښه ولیدل شي دکورونو مستحق کسان معلومیدل او داړوند کمیسیون او دوخت دوزیر له خوا به کور ورته ویشل کیده او په پام کې وه چې دهستوګنې ددغې پروژې په بشپړیدو سره اوسیدونکو ته دکورونو قبالې هم وویشل شي.
ددغې پروژې سره هم مهاله یا هم ترې دمخه او وروسته په کابل ښار کې یوشمیر نورې دولتي پروژې هم دوخت دحکومت داړوندو ارګانونو او وزارتونو له خوا جوړې شوې او په مامورینو او مستحقو کسانو وویشل شوې او بیا ورته شرعي قبالې ورکړل شوې په دغو پروژو کې کولای شو دمکروریانو، سرې مینې ، تهیه مسکن، دقرغې بلاکونو، هوایي بلاکونو، دښاروالي بلاکونو او د امنیت او دفاع وزارت دمربوطو بلاکونو یادونه وکړو دهمدغو هستوګنې پروژو شرعي قبالې یا هماغه وخت یا هم د۱۳۷۱ کال څخه وروسته ددغو بلاکونو اوسیدونکو ته ورکړل شوې. په دې بلاکونو او کورونو کې چې اوسیدونکو ته یې قبالې ورکړل شوې داسې دولتي کورونه هم وو، چې دپوځي ګارنیزیون په دننه کې جوړ شوي وواو یا هم د پوځي افسرانو لپاره جوړ شوي وو، په دې برخه کې دقرغې دفامیلیو، دریشخورو او پل چرخي دفامیلیو یادونه کولای شو چې په دغو سیمو کې دپرتو فرقو او پوځي جزوتامونو دافسرانو لپاره جوړ شوي و او افسرانو به ترهغه وخته په دې کورونو کې هستوګنه کوله چې دهمدغو پوځي قطعو برحال افسران به و، خو کله به چې له خپلې دندې ګوښه یا تبدیل شول نو کور به دنوي مقرر شوي افسر په اختیار کې ورکول کیده خو دولت ددې لپاره چې دغه کورونه ویجاړ نه شي او دولت هم له دغه درکه څه ناڅه عواید په لاس راوړي وي او د دولت په بودجه جوړ شوي کورونه ورځ په ورځ پسې خراب شوي نه وي نو ددغو کورونو پر اوسیدونکو یې شرعي قبالې وویشلې.
له دې ټولو سره سره دڅارندوی بلاکونو اوسیدونکو ته لا تراوسه قبالې نه دي ویشل شوې اړوندو دولتي ارګانونو تراوسه پورې په دې برخه کې ناغیړي کړې ده سره له دې چې دپولیسو ښارګوټې اوسیدونکو  څو څو ځله دکورنیو چارو وزارت، ولسي جرګې، مشرانو جرګې او جمهوري ریاست او نورو ارګانونو ته مراجعه کړې دغو ټولو ارګانونو ددغو اوسیدونکو استحقاق تثبیت کړی او دوی یې دقبالو مستحق بللې او دقبالو داجرا امر یې کړی دی خو بیا هم لا تراوسه دوی ته قبالې نه دي ورکړل شوې.
دڅارندوی بلاکونو اوسیدونکو دخپل حق لپاره څو څو ځله لاریونونه هم کړي دي مسولو ارګانونو هم دوی په حق بللې او دقبالو دورکولو ژمنه یې کړې په ځینو مواردو کې دقبالې داجرا امر هم ورکړی دی خو کله چې موضوع لاندینیو څانګو ته رسیدلې ده په یو نه بله بهانه دکورونو دقبالو کارونه ځنډیدلي دي چې ددغو بلاکونو اوسیدونکو لا تراوسه په تیارو کې ساتل شوي او خپل حق یې نه دی ورکړل شوی.
 دڅارندوی مینې په نوم دمخه یوه ودانیزه پروژه موجوده وه چې له ۱۳۷۱ کال دمخه یې ددغې پروژې دبلاکونو دجوړولو چارې پرمخ بیولې او په راوروسته کې یې ددغو بلاکونو دحفظ ومراقبت چاري په نسبي ډول پر مخ بیولې خو دادی څو کلونه کیږي چې دغه ودانیزه پروژه او دهغې ټولې څانګې هم منحل شوې هیڅوک نشته چې ددغو بلاکونو له حالته ځان خبر کړي بلاکونه ورځ په ورځ خرابیږي دکورونو زیاتې برخې ویجاړې شوې، دکانالیزاسیون سیستم دله منځه تلو په حال کې دی  دزیاترو بلاکونو لومړي منزلونه دنلونو دبندیدو له کبله زیاتره وختونه په کثافاتو کې لاهو وي، داوبو ذخیره زیاتره خرابه وي اوسیدونکي یې پاکو روغتیایي اوبو ته لاسرسی نه لري چې په نتیجه کې دغه اوسیدونکي له ډول ډول ناروغیو سره لاس وګریوان وي او یوشمیردهمدغو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دڅارندوی مینې دبلاکونودمنځ سرکونه او لارې یومخ ورانې شوې دي، داوبو ویالې له منځه تللې دي په لنډ دول که ووایو په دغو بلاکونو کې هیڅ ډول ټولنیز خدمتونه نه تر سره کیږي.
ددغو بلاکونو اوسیدونکي وایي که ددغو بلاکونو دکورونو قبالې دبلاکونو اوسیدونکو ته ژر ترژره ورنه کړل شي دغه بلاکونه به دتیر په څیر ورو ورو له منځه ولاړشي دولت ته سخته او نه جبرانیدونکې خساره ورسیږي دولت ته په کار ده په دې برخه کې جدي ګام پورته کړي پرې نه ږدي چې دهیواد اقتصاد ته له دې درکه نور زیان واوړي او ددغو بلاکونو قبالې دبلاکونو اوسیدونکو ته ورکړي.
ددغو بلاکونو دقبالو داجرا په برخه کې دوزیرانو شورا(۳۵۳) ګڼه مصوبه او د وخت د اعلی سرقومانداني (۳۸)بر (۷۲۵) الف ګڼه حکم او نور تقنیني سندونه صادر شوي چې پخپل قوت دپلي کیدو وړ دي، سربیره پردې د کورنیو چارو وزارت په وروستیو کې د جمهوري ریاست د مکتوبي هدایت له مخې په دې اړه پراخې څیړنې وکړې او وروسته یې د څارندوی بلاکونو مستحق توب په بشپړ ډول تایید او نظر یې وړاندې کړل چې ددغو قبالو اجرا هیڅ ډول مانع نه لري.  
موږدڅارندوی مینې اوسیدونکي دانصاف په تمه یو ،  له اړوندو دولتي ارګانونو دهیواد له قضایي ادارو او دبشري حقونو له ټولنو څخه په کلکه غواړو دغه موضوع وڅیړي او ددغو بلاکونو دقبالو دژرترژره اجرا په اړه جدي اقدام وکړي.
 
دڅارندوی بلاکونو اوسیدونکي