مېرمن کلتورې - ټولنيز بهير له خوا د مبارکۍ پيغام


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • 512

 ته مې د ژوند خوږه نغمه يې مورې  

ته د سپرلي ښکلې وږمه يې مورې

ته مې سکون ته مې قرار د زړه يې 
 په تورو شپو راته  ډېوه يې مورې         
 
مور هغه ارزښت ناکه ډالۍ ده چې پاک الله موږ ته راکړې . دنړۍ بله هره مينه د مور مينې ته سر ټيټوي او دنيا کې بل هيڅ داسې زړه نه شته چې د مور تر زړه نرم او له عاطفې ډک وي.
 
مېرمن بهير  ټولو  درنو ميندو ته د جوزا ٢٤ د مور  د ورځې  مبارکي وايې ؛ پاک الله دې د هيڅ اولاد له سره د مور له فيض او برکته ډک سيوری نه کموي.
 
په درنښت
د ميرمن کلتورې - ټولنيز بهير دارالانشا