بلوڅانو څلور پاکستاني عسکر وژلي

بلوڅانو څلور پاکستاني عسکر وژلي


  • 3 کاله دمخه (23/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1575

د بلوچستان په بولان سیمه کې بلوڅ جنګیالیو د پاکستا پر پوځ برید ترسره کړی، چې ۴ پاکستانې سرتيري یې وژلي، ۷ یې مرګوني ټپیان کړي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې هم ترې وړي دي.

د بلوڅ بېلتونپالې ډلې ویاند جنید بلوڅ ویلي، چې ملګرو یې تېره ورځ پر پاکستان عسکرو برید ترسره کړی، چې  ۴ پاکستاني سرتیري یې وژلي او ۷ نوریې سخت ټپیان کړي دي.

د جنید په خبره په دې نښته کې د پاکستان پوځ ګڼ شمېر وسلې هم د غنیمت په توګه د دوی لاس ته ورغلي.

باید یاده شي، چې بلوڅ بېلتونپالې ډلې له تېرو څو میاشتو راهیسي د پاکستان د پوځ پر وړاندې جګړه تېزه کړې او په ښکار ډول یې پاکستاني حکومت ته ویلي، چې که ددوی ازادي ونه مني؛ نو د پاکستان حکومت به ښه ورځ ورڅخه ونه ویني.