هوايي پوهنځى


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نورزيه (حقيار)
  • 387

 د ټولګي په ټولو مضامينوکې مې له جغرافيې سره خاصه مينه وه د هېواد په اړه د هر درس په لوستلو به مې داسې محسوسوله چې ،دا هرڅه ټول زما دي او دا مې تر ټولو لويه هيله وه چې،دخپل هېواد د غرونو ، سيندونو، دښتو، بېدياوو، لويو ښارونو او ولاياتو برسېره د نړۍ مشهور غرونه او سېندونه هم ووينم، همدا چې،په کټ کې به مې سترګې پټې شوې نو بيا به مې کله د هيلۍ په څېر دکوم سيند په غېږ کې لامبو وهله او يابه مې د شاهين په څېر دکوم غره له پاسره دورې وهلې خو داهم سخته ده چې، دومره ډېر ځايونه ووينم،که څه هم ناممکنه نه ده  خو ډېرې پيسې او ډېر وخت ورته په کار دى او ماته خو دا امکانات يو هم برابر نه وو، داسې مې ګڼلې وه چې زما د سياحت دالوى شوق به هغه وخت  پوره شي چې زه پيلوټه شم او هوايي سفرونه وکړم ، زموږ د جغرافيې ښوونکې لينا جانه ډېره نرمه او مهربانه ښځه وه  ښايي ددې نرمو اخلاقو او تشويق به هم له دې مضمون  سره زما مينه پيداکړې وي، يوه ورځ په ټولګي کې په دې بحث راغى چې له دولسم ټولګي څخه تر فراغت وروست د چا کوم کوم پوهنځى خوښېږي چا به طب ښوده چابه انجنيري چابه  ژورنالېزم او چا... کله چې زما وار راغى نو استادې  مخ را واړوه : ((ووايه کنه خورې! ستا کوم پوهنځى خوښېږي؟)) ما ورته ووي چې غواړم پيلوټه شم، د هېواد غرونه اوسيندونه وګورم، واورې او طبعي منظرې ووينم، نوره نړۍ ووينم نو زما هوايي پوهنځى خوښېږي له همدې سره مې ټولو همصنفيانو په کړس کړس وخندل دومره يې وخندل چې، بيخي يې په خپلې خبرې پښېمانه کړم  يوې به ويل چې زينت نور په ځمکه نه ځايېږي ، هواته الوزي ،بلې به را غږ کړ دا همد اوس هم هوايي ده،بلې به غږ کړ زينت هوا ته الوزي خو لينا جانې استادې دا ټولې غلې کړې، پټکې يې پرې وکړې، او ماته يې وويل چې افرين خورې ډېر ښه مسلک دې غوره کړى دى زما هم له پيلوټۍ سره ډېره مينه ده خو تر اوسه ماته دا زمينه برابره شوې نده دالس کاله په وطن کې جنګ او جګړې وې او د انجونو لپاره خو پرېږده حتى د هلکانو لپاره هم هوايي پوهنځي نه وو اوس ما هم هوډ کړى چې هوايي پوهنځي ته امتحان ورکړم،او ويې لولم ،بحث ختم شو او درس مو پيل کړ، نن له خوبه  ناوخت را پاڅېدم ، هسې مې چورت خراب وو،ټول ځان مې سست وه لکه ګنګسه چې اوسم هېڅ کار ته مې زړه نه کېده تصميم مې ونيوه چې نن به کرار خوب کوم نه مکتب ته ځم اونه کورس ته خو چې د ښوونځي تقسم او قات مې وليد نو اول ساعت مو جغرافيه وه په بېړه مې د کتابونو کڅوړه واخسته او ښوونځي ته مې منډې پيل کړې.

ددرسي ساعت پنځلس دقيقې تېرې وې چې ښوونځي ته ننوتم ما ويل سر ښوونکې به نن هم د وره په خوله کې لښته په لاس ولاړه وي،او د ناوخته تګ په جرم به مې څولښتې ووهي،خونه سرښوونکې ولاړه وه اونه بل څوک په مکتب کې چوپه چوپتياوه نېغه خپل ټولګي ته وختلم ما ويل چې د سر ښوونکې له وهلو خوخلاصه شوې خو ليناجانه استاده خوبه حتماً راته څه ووايي،ځکه مې خپل مخ ښه تاوکړ او د خجالت او ملامتۍ له بارسره ټولګي ته ننوتم، خو ګورم چې استاده نه ده راغلې لږ خوشحاله شوم چې ځه ددې له خبرو هم خلاصه شوم،له مسکا نه په ډکه خوله مې سلام وکړ،خو هېچا هم ځواب رانکړ، چې پام مې شو د ټولو سترګې سرې دي ، څوک ژاړي، او څوک اوښکې پاکوي، د ټولو ګرېوانونه په اښکو لامده دي، حيرانه شوم ژر مې له خواته ناستې ملګرې څخه وپوښتل چې ولې څه خبره ده ؟ هغې هېڅ ونه ويل لايې اوښکې روانې شوې،ټول ټولګى د سلګيو انګازو نيولى وه، بلې ملګرې ته ورنژدې شوم او و مې پوښتله چې اخر ماخوهم پوهه کړئ کنه چې څه پېښ شوي دي،هغې سرې سترګې راواړولې ،ولې ته خبره نه يې؟
ماورته وويل نه ووايه کنه ولې مې هسې ځوروې،هله ژرکوه حال راته ووايه چې څه خبره ده ، هغې خپلې اوښکې پاکې کړې او په داسې حال کې چې سلګيو وار نه ورکاوه،په بنده ژبه وويل، بېګاه يې په خبرونوکې وويل چې د کام اير شرکت يوه الوتکه چې له هرات څخه کابل ته را روانه وه  کابل ته نژدې په  غرونوکې لوېدلې ده، ما ورته وويل هو نو ولې ؟
ويې ويل ليناجانه استاده هم د ورورکره مېلمستيا لپاره هرات ته تللې وه او له هغه ځايه دا بدقسمته هم په همدې الوتکه کې را سپره شوې وه او بېرته ننګرهارته راتلله چې الوتکه ولوېده خداى خبره چې...!!