هند سره د شاتوت بند پروژه لاسلیک شو.

هند سره د شاتوت بند پروژه لاسلیک شو.


  • 3 کاله دمخه (09/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 1040

ولسمشر محمد اشرف غني او دهند لومړي وزیر نریندرا مودي نن د یوې انلاین ناستې پر مهال د شاتوت بند پروژه لاسلیک کړه.

ولسمشر غني په دې ناسته کې د افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند له مرستو مننه وکړه او یاد هېواد یې د افغانستان یو مهم او ستراتيژيک دوست یاد کړ.

نوموړي د افغانستان لپاره د اوبو مدیریت تر هرڅه مهم وباله او زیاته یې کړه، چې په ټول توان به هڅه وکړي، چې د افغانستان اوبه مهار کړي.

ولسمشر غني همداراز په یاده ناسته کې وویل، چې سوله ييز افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پیستون لپاره خورا مهم دی.

بله خوا ته بیا د هند لومړي وزیر نریندر مودي وویل، چې هند په سیمه کې د یو باثباته افغانستان غوښتونکی دی او هند به په هر حالت کې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

یاد بند چې ټول ټال پرې  ۲۴۰ میلیونه ډالر لګښت راځي، د کابل ښار دوه میلیونه وګړو ته به د څښاک د اوبو ستونزه حل کړي او همداشان به ورڅخه ۴ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.