وعده


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 977

 له كله نه چې زه له دوبۍ نه راغلم نو په كور كې دټولو مزاج داسې څه بل شانتې وه، دهريوه په څهره كې يو عجيبه شان تغيرښكار كېده، مابه چې هرڅومره وپوښتل چې ايا زموږ په كور كې خوكومه ستونزه نه ده راپيداشوې؟ ټولوبه ويل نه ته اوس دوبۍ نه راغلى يې هلته خوټول خلك خوشحاله او ساعت تېري دي، نو تاته دلته هرڅه بل قسم ښكاري ،ددوى په خبره به ماهم وويل چې كېداى شي، همداسې وي،ولې داځل زه له واده نه دوه ماياشتې وروسته تللى وم او يويونيم كال وروسته راغلم، زه په دوبۍ كې  وم چې يوه ورځ سهار وختي  لاوده وم چې موبايل مې سرته چيغې پيل کړې،سخت قهر راغی ،ښه ته دې بېکاره ته وګوره داوخت نو دزنګ وهلو دی ، لاس مې تېر کړل دبالښت تر شامې موبايل راپورته کړ، همداسې مې پورته خواته زور وکړ، موبايل مې هغه زموږاوستاسې به اصتلاح کشکي وو، غوږته مې وړاندې کړ،ترڅومې غږ ورباندې کاوه ،چې هغه راباندې را مخکې شو.

لالامبارك زه كاكاشوم، اواز د سرور وه  (زيشان پيداشوى وه) ټولوراسره په خورا مينه خبرې وكړې اومباركۍ به يې هم راكولې، خوزه به شرمېدم دچا مباركي مې نه اخسته، وخت تېرېده څومياشتې وروسته  يوه ملګري مې چې په افغانستان كې يې يوه N,G,O  جوړه كړېوه اوماته يې وويل چې هلكه راشه همدلته به لماسره په دې كمپنۍ كې اوړې را اوړې بل به كورته هم نږدې يې، ماهم ورسره ومنله نو راغلم خپل هېواد ته همدلته مې په خپل هېوادكې له هماغه ملګري سره په كارونوكې بوخت شوم، له داځل راتګ سره هرڅه بل شان وه البته يواځې زموږ په كور كې ، خوترټوولو مې مېرمنه داسې بل شان ښكارېده، ما به چې هرڅومره ورته وويل او د دې دخاموشۍ علت به مې وپوښت خو هماغه يو ځواب به يې راته راكاوه او ويل به يې چې ته اوس بهرنى شوى يې او هرڅه درته بل شان ښكاري.
له درې څلور ورځو راپدېخوايې په كړو وړو كې بېخي تغير راغلى وه، دشپې لخوابه هم ډېرناارامه وه، تل به يې زموږ له كوچني زوى زيشان سره خبرې كولې ، که څه هم  هغه خو لا څومياشتنى وه ،په هېڅ هم نه وه خبر ،مابه ورته خندل ، ويل به مې ونجلۍ داته څه كوي؟ داخوكوچنى ماشوم دى ، دى په دې خبرو څه پوهېږي ته پخپله ا رام وكړه ولې، چې ته استراحت ته هم ضرورت لري،له كله نه چې زه راغلى وم ما دا ويده ونه ليده ، اوتل به يې له همدې كوچني ماشوم سره خبرې اترې كولې،  نه پوهېږم ولې يې داسې كول، تل به خفه ښكارېده، يواځې به كېناسته او پاڅېده، ما څوځله ترې پوښتل، چې څه چل شوى دى؟ خوهغې به راته فقط دومره ويل چې هېڅ خبره نشته، زه عادي يم، كومه دتشويش خبره نشته ،  دې به ماته ويل چې زه خوشحاله يم ، او ماته څه مه وايه زه له هېچانه ګيله او ګزاره نه لرم،دايې هم راته ويلي ووه چې كله يواځې وي، اوڅوك ورسره نه وي ، نو هيله ده چې ناڅاپي اواز پرې ونه كړم، ولې چې وېرېږي، عجيب خويونه به يې كول، زه هم يو شان تعجب کې وم ،څو ورځې نورې هم په همدې شان تېرې شوې، يوه ورځ له وظيفې نه په وخت راغلم ويل مې چې نن به داهم له ځانسره واخلم او كوم ځاى ته به په چكر ولاړشو، كورته چې راغلم خويندو وروڼوراسره روغبړ وكړ خوې خپله مېرمن مې  ترسترګونه شوه ، دكورنۍ له غړيومې وپوښتل چې چېرې ده، هغو وويل چې په خپل اتاق كې ده شميم زما په مور پلار ،خويندو وروڼو هم ډېره ګرانه وه، ډېرنازونه به يې وركول ، په كور كې داسې نه ښكاريده لكه داچې دكوم بل كورنه دلته راغلې وي،  ولې چې پلار ، مور او ټولې كورنۍ به زما خيال  هم ډېر زيات ساته نو له همدې امله به يې داهم ډېره خوشحاله ساتله او دې مې هم دكورنۍ ، زما دخپلو، خپلوانواو مېلمنو ډېر عزت او احترام كاوه ،ولاړم اتاق ته دروازه بنده وه خو قلف يا ځنځير نه وه همداسې پورې كړاى شوې وه.
په لړزېدلو لاسونومې په داسې حال كې دروازه ورخلاصه كړه ،چې غوږونومې دزړه درزا بې له كوم مشكل څخه محسوسوله، هغه دكوټې په منځ كې يواځې ناسته وه، غوښتل مې غږ پرې وكړم ،خو جرئت مرسته نه راسره كوله، څوځله مې زړه راغټ كړ چې نوم ورته واخلم خبرې ورسره وكړم اوپه دې پلمه يې څنګ ته ورشم، خوبيابه مې وويل: نه ولاكه غږ پرې وكړم كه ووېرېږي نوبيا؟ هسې هم هغې خو راته ويلي چې په داسې وخت کې بايد پرې يو ناڅاپه اواز ونکړم، بيابه مې وويل چې څه وهي خودې نه اونه ادم خوره ده، چې وبه دې خوري، راځه همداسې ورشه ،خوبيابه مې وويل هسې نه چې دا ووېرېږي، اوڅه چل پرې ونه شي،خير خوونه شوه،نور مې نو زړه د زمري كړ، سترګې مې پټې كړې،يوځل مې په ستوني فشار راوړ، چې څه ورته ووايم، خو ستوني هم قسم وكړ، چې اواز به رانه ونه وځي، په دې كرلو ،رېبلوكې نژدې لس دولس دقيقې تېرې شوې، اخر مې ويل هسې نه چې ومې وينې ،بيابه بل ګمان راباندې وكړي، بې اختياره مې وويل، شميم!! مخ يې راواړاوه ، له سترګويې اوښكې روانې اوتكې سرې وې، مخې ته يې دټوشي پيپرو قاغذي قطۍ ايښې وه اوسمه ډېرۍ يې جوړه كړيوه، ځان مې زړور كړو خواته يې ورغلم، څه چل شوى دى؟ چې داسې تنها يي دې غوره كړېده، ايا زما له كورنۍ سره دې طبعه نه ده جوړه ، اوكه زما كومې خور يا ورور اوياهم بل چادرته څه ويلي وي خوماته يې ووايه ،زه به يې پوه كړم ، له ځايه پاڅېده، لاس يې دستړي مشي په نيت رااوږود كړ، مايې هم لاس ونيو،اوله ځانسره مې كلك كړ، خوشې مې نكړ اوښكې مې ورپاكې كړې، ورته مې وويل:
ګروه شميم!!  نن چې هرڅه راته صفا صفا ونه وايي هېڅ امكان نلري، اخر چل څه شوى دى ، چې ته داسې كوي ،ګور داخوستا يوه ورځ نده اونه دې هم يوه اوونۍ ده، له كله نه چې ته دې كورته راغلې يې ما ستا پرشونډومسكا ونه ليده بغير له غم خفګان اوپرېشانۍ نه.
هرڅه چې وي هله ژركوه ماته يې ووايه، چې نور مې نو حوصله خلاصه شوه او هېڅ صبر ندى راپاتې ،كه په ماكې كومه خبره وي راته يې ووايه ، كه راسره خوشحاله نه يې هم راته يې ووايه ، كه څه ناروغه يې هم راته يې ووايه اوكه كوم بل مشكل وي هم راته يې ووايه، داكومه داسې خبره ده چې تا دومره ځوروي ورځ په ورځې دې درنګ كې تغير راځي، سم دګور مړى درنه جوړ شو تاځانته په شيشه کې کتلي دي، نور درنه زه وېرېږم .
په مكر جنه لهجه يې راته غلطوونكې خندا وكړه ،په سينه يې راته سوك راكړ غلى شه صنوبره يوخوته لاڅومره په خبروپسې ګرځې، غوښتل يې چې زه داخبره هېره كړم ،نور څه ويل يې پيل كړل ،خوماهم ضد پيل كړ او جدي شوم ورته ، ورته مې وويول چې راته يې ونه وايي بله خبره هېڅ نه اورم، هرڅه چې وي نن به يې راته په همدې ځاى كې وايي او هغه هم همدا اوس.
كله چې پوهه شوه چې زه نه منع كېږم ترڅو راته خبره ونه كړي، نويې راته وويل چې خبردرته كوم خو يوشرط لرم ، ما ورته وويل هرشرط ته دې تيار يم ، اوس راته خبره وكړه ، هغې وويل مرګ ته هم تيار يې؟
څه !!! داته څه ډول خبرې کوې شميم؟!!
وګوره ووېرېدې کنه؟
نه نه يم وېرېدلى خو ستا خبرې بل شان دي.
کله چې بل شان خبرې نشي اورېدلى نو بيا پوښتنه څله کوې؟
خير وايه  ستا د خوشحاله ليدو لپاره مرګ ته هم تيار يم.
وه يې ويل  نوبيا يوه وعده وكړه  زما زيشان به  ښه خوښ او خندان ساتي.
هاهاهاهاهاهاها په کړس کړس مې ورته وخندل، اى هی  تاليونۍ دې خداى لري .
خو بېرته مې فکر سم شو، کله چې شميم  دزيشان دنوم  اخسته يوڅه ټكنۍ شوه، ژبه يې بنده شوه.
 ما ورته وويل: زېشان خوښه دى کنه ؟
هو نوماخودرته ويلي ند ي چې هغه ناروغ دى او روغتون ته يې يوسه.
ما ورته وويل چې انشاء الله داهرڅه به همداسې كېږي لكه څرنګه چې تاوويل، ښه نو اوس راته ووايه چې څه شوي دي؟
ستونى يې له ژړا نه راډك شو،سترګې يې  پټې  شوې، مخ يې سورشو، يوه كريكه يې وكړه ، اوپه ژړاكې يې په داسې حال كې چې خوله يې زما په اوږه  راخښه كړه وويل زيشان ، خوله يې بنده شوه بيايې هڅه وکړه  زيشان، ماوويل: هو زيشان ولې په زيشان څه شوي دي؟ هغه خو هغه دى په خپل ځاى كې  پروت دى او  ويده دى نوبياولې؟ 
مڼده مې کړه هلک مې په ويدو را پوره کړ له خوبه مې راويښ کړ .
 بيايې وويل: زيشان، نور مې ورته زړه راتنګ شوه له ځانه مې لرې وغورځوله ،په ډېرقهرمې پرې چيغه کړه  څه چل شوى دى په زيشان؟! په ژړاسره سم يې غږ له ستوني غبرګ اواز راووته  زيشان دسرطان په ناروغۍ اخته دى ، هغه د وينې  زړه سرطان لري!!