سټولټنبرګ: د ناټو په سرمشریزه کې پر افغان سوله هم خبرې کېږي.

سټولټنبرګ: د ناټو په سرمشریزه کې پر افغان سوله هم خبرې کېږي.


  • 1 مياشت دمخه (12/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 138

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، د دې سازمان په سرمشریزه کې د نورو مسائلو سربېره پر افغان سوله او په خاص ډول د افغان ځواکونو پر ملاتړ هم بحث او خبرې اترې کېږي.

سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د یوه خبري کانفرانس پر مهال له افغان ځواکونو سره د دغه پوځي تړون د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. 

نوموړی وايي، په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت پای ته رسېږي، خو په وینا یې له افغان ځواکونو او خلکو یې ملاتړ دوامداره ساتي. 

د رسنیو د راپورونو له‌مخې، ښایي د ناټو سرمشریزه د روان کال د جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه جوړه شي.

امریکایي چارواکی داسې مهال د افغان ځواکونو د ملاتړ خبره کوي، چې دمخه یې ګڼ شمېر نورو امریکایي چارواکو هم ویلي، چې دوی له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ، چې له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.

د مالوماتو له‌مخې، چې امریکا دغه لړۍ د مې په لومړۍ نېټه پیل کړه او ټاکل شوې، چې د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې پورې بشپړه شي.