د شمال پښتانه: افغانستان نه تجزيه كېدونكى هېواد دى


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مبارك شاه
  • 952

 د شمال يو شمېر پښتانه قومي مشران او سياسي څېرې وايي، چې په دغه زون كې د افغانستان د تجزيه كېدو لپاره ګونګې هڅې روانې دي؛ خو زياتوي چې د دوى وطن نه تجزيه كېدونكى هېواد دى.

دغه څرګندونې څه موده وړاندې، د بلخ ولايت په مركز مزارشريف ښار كې د پښتنو د يووالي او سمون شورا په نوښت په دغه ولايت كې د سياسي ستونزو د رابرسېره كولو په موخه په جوړه شوې غونډه كې چې په زرګونو پښتنو او د نورو قومونو استازو په كې ونډه اخيستې وه، بېلا بېلو ويناوالو وكړې.
د غونډې بېلا بېلو ويناوالو وويل، چې د افغانستان شمال يواځينى زون دى، چې د دغه هېواد د بېلا بېلو قومونو خلك پكې استوګن دي او همدا هغه سيمه ده، چې د هېواد د تجزيه كېدو مخنيوى به كوي.
دوى زياته كړه، چې سربېره پر دې چې پښتانه په دغه زون كې د سياسي بې برخې توب تر څنګ له نورو هراړخيزو ستونزو سره مخ دي، ؛ خو هېچاته به اجازه ورنكړې، چې له دې سيمې د هېواد د تجزيه كېدو لپاره كار وكړي.
د غونډې په پيل كې د بلخ د پښتنو د يووالي او سمون شورا د مشر په پيغام كې واورول شول، چې په شمال او په ځانګړې توګه بلخ ولايت كې د سيمه ايزو پوليسو روانه پروسه غير قانوني رنګ لري. نوموړي زياته كړه، چې په دغه پروسه كې سيمه ايزو دولتي چارواكي داسې كسان وسلوال كوي، چې لا پسې سيمه ناامنه شي.
د هغه په وينا مركزي دولت بايد په شمال كې د سيمه ايزو پوليسو په جوړېدو له سره غور وكړي او هيله يې څرګنده كړه، چې په هېواد كې د امنيت راوستو په موخه دغه پروسه بنده كړي.
د غونډې په اوږدو كې د تېرو پارلماني ټاكنو نوماند ګل الرحمان همدرد شمال ميشتي پښتانه د سياسي ستونزو تر څنګ له نورو هر اړخيزو ستونزو سره مخ وګڼل.
نوموړي زياته كړه: ((د شمال او په ځانګړې توګه د بلخ ولايت سيمه ايز دولتي چارواكي په اكثرو سياسي حالاتو كې تنظيمي او قومي چلند كوي، چې په ترڅ كې يې د پښتنو حقوق د پښو لاندې كوي.))
نوموړي د بېلګې په توګه تېرو پارلماني ټاكنو كې د بلخ ولايت د پښتون ميشتو سيمو ناڅاپي ناامنه كېدو ته اشاره وكړه، چې په لوى لاس د سيمه ايزو دولتي چارواكو په لاس دغه كار ترسره شو.
د هغه په وينا پښتنو په ټوله مانا په ټاكنو كې د برخې اخيستو لپاره پوره چمتوالى درلود؛ خو د دغه ولايت هغه لوړپوړي چارواكي چې د يو قوم او ګوند سره تړاو لري، پښتون ميشته سيمې د خپل زور او زر له لارې ناامنه كړې او درغلۍ كولو ته يې لاره هواره كړه.
همدرد د بلخ ولايت د ټاكنو خپلواك كمېسون هم په ټاكنو كې درغليو ته په لاره هوارولو او په ترسره كولو ګرم وباله، نوموړي وويل، چې په دغه ولايت كې د دغه كمېسون په مرسته او ملاتړ په ټاكنو كې په لوړه كچه درغلي وشوه.
د هغه په وينا د شويو ټاكنو له لارې د هېواد د خلكو رښتينو استازو ولسي جرګې ته لار پيدا نه كړاى شوه؛ نو بايد دولت او ستره محكمه پرې له سره غور وكړي.
همداراز همدرد په دغه ولايت كې له پښتنو سره د ترسره شويو سياسي تربګنيو په ترڅ كې وويل، چې په بلخ ولايت كې۵۰زره جريبه دولتي ځمكه غير پښتنو غصب كړې ده.
نوموړي زياته كړه: ((په بلخ كې د يو قوم او ګوند په نوم په لسګونو ښارګوټي جوړېږي؛ خو  پښتون ته پكې چا يوه نمره ځمكه هم نه ده وركړې.))
همداراز ګل الرحمان همدرد په ډاګه كړه، چې په شمال زون او په ځانګړې توګه بلخ ولايت كې ځينې داسې ډلې هم شته، چې د افغانستان د تجزيه كولو لپاره هڅې كوي.
نوموړي وويل: ((د شمال پښتانه به هېڅ هغه حركت ته مخه ورنكړي، چې د افغانستان د تجزيه كولو فكر ورسره وي.))
د بلخ ادبي خوځښت غړي او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې فرهنګي مسوول ذبيح الله احساس د غونډې ګډنوالو ته د خبرو په ترڅ كې وويل: ((د تېرو ټاكنو له لارې داسې كسانو هم ولسي جرګې ته لار پيدا كړې، چې د افغانستان له نوم سره مخالفت كوي او د دې هېواد د تجزيې غوښتونكي دي.))
نوموړي زياته كړه، چې په تېرو ټاكنو كې يوازې د بلخ نه بلكې په ټول هېواد كې د پښتنو حقوق تر پښو لاندې شوي دي.
د هغه په وينا د شمال پښتانه د هېواد تجزيه كېدو يواځينې خنډونه دي او دا رنګه شومو پلانونو پر وړاندې به غلي پاتې نه شي.
همداراز په ولسي جرګه كې د كندوز د خلكو استازي معين مرستيال د غونډې ګډونوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل: ((افغانستان نه تجزيه كېدونكى هېواد دى او په دې اړه ټولې هڅې لېونتوب او وخت ضايع كول دي.))
نوموړي زياته كړه، چې په دې هېواد كې بېلا بېل قومونه داسې سره ميشت دي، چې له يو بل سره د ګډ ژوند سربېره د وينې رشتې هم لري.
د هغه په وينا په افغانستان كې بايد د ملت جوړونې لپاره جدي كار وشي او يو ملت كولى شي، چې خپل هېواد له تجزيې څخه په اسانه وژغوري.
مرستيال وويل، چې د روس سره د جهاد پر مهال چې ځينې كورنۍ تاجكستان، ازبكستان، تركمنستان او نورو هېوادونو ته مهاجرې شوې وې؛ نو هلته ورته د تاجك، ازبك، تركمن او... خطاب نه كېده، بلكې ټولو ته افغانان ويل كېدل.
نوموړي زياته كړه، چې همدا هغه لاملونه، چې د هېواد د تجزيه كېدو ټولې لارې يې بندې كړې دي.

له خدمتګار ورځپاڼې څخه په مننې.