یا ره ستا په اننګو کی ٠٠٠


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالله بختانی
  • 1203

څنګه چه ښایست يې د اشنا په اننګوکې دی
هسې   یې  غزل   د  نا  اشنا   انځوره   ووځی

د ځوانئ په وخت به چه د چا د ښادئ مراسمو ته تللو ، نو په تلو تلو کې به دا پوښتنه طرحه کېدله چه څه به یې پاخه کړي وي ؟ د غوښې سره شوله که بې غوښې  ؟  خوندور  ځواب «پولاو  »  و  ٠مګر زما او زماغوندې ، د ځینوسرګشته و، نه دا پوښتنې خوښېدلې او نه دا ځوابونه ٠ زموږ په زړه پوری  پوښتنه داوه سندرغاړیې څوک دی ؟ 
اسلم ، بادام ،فيض ګل ،حافظ ، مشکي ،بسم الله، ایوب ، رحمتګل ، ګلرنګ ٠٠٠یا ؟
واده ته به ورسېدو څه شی به چه تیار و هغه به د یار و ،هغه به مو په خوند خوند وخوړل ٠٠٠٠
بیا به له ماسخوتنه تر سپېده داغه پورې  د سندرو په اورېدو نه مړېدو ٠ د بهاړي ، بيرمې  ، بياګ ، کستوري ،کليان ، اسا اوجوګ په راګونو کښې به مو سندرې : مقام ، غزل ، لنډی ، چهار بيتې ، لوبې ،بګتئ ٠٠٠ او په هغو کښې به مو په ډېره مينه ، دمینې سندرې اورېدلې ٠ ديار دمينې ، د وطن د مينې او د خدای دمينې د استاد الفت دمینې  دیو غزل دا بیت الغزل ، د هماغه زمانو يادګار دی٠

چه په حجرو کې يې د عشق سندری
هره  شپه  اورم  ننګرهار  ښه   دی

مګر اوس ، دماشيني نړئ  د ترقئ او پر مختګ په زمانه ، په يويشتمه سدئ ، يا د کمپیوټر په دوران کښې پر موږ بدبختانو ، ددې ورستيو دېرشو کلونو  ، د پرله پسې تپل شويو خونړيو جګړو ، د نړئ د راز راز پرمختللیو وسلو د ازموينو د درز او دروز پدې دوزخي زمکه او اسمان کښې ، چه د چا خپلوان ، عزیز ، دوست او اشنا د ښادئ کارت راشي ، نو کارت وګورو چه د شپې له خوا ، د يو مجلل عصري هوټل تالار ته يې بللي يو ٠ مننه مبارک دې شي ٠
هلته د خوړو غم  نه وي ٠ د هر مېز ګرد چارپېره دولس تنو غذا سرویس کیږي ، شوله خو درک نه لري ، څلور پنځه  ډوله پولاوونه ،څلور پنځه ډوله غوښې ،سالندونه ، فيرنې ګانې ، مېوې اوکوکا کولا  ګانې ٠٠٠٠
دولس واړه زمريانو مېلمنو حمله په غوښو وي ٠ وريجې هسې پاته شي ٠ هسې  هم زياتره پخ کړي شيان باسي او د پرون ، بل پرون او لرغونيو پرونونو  د ودونو پاته شوني وي ٠
خدای دې د هغو مل شي چه وخت ناوخته يې د وينې د فشار يا د معدې د تېزاب درجه جګيږي٠٠٠٠

 : راغلو د سندرو اورېدلو ته
هلته سندرغاړو ته ډیر ښه سټېژجوړ شوی وي  ٠ په اوتو کړيو دريشيو او ښکلو نيکټا يي ګانو ، منظم او مهذب ،((هنر مندان ))او کله نا کله  ((  بې هنران )) ناست وي او سندرې غږوي ٠ هغه سندرې چه موږ په ځوانئ کښې اوريدلي هغه نه ، هغه استادان  خو زياتره وفات شوي دي ٠ خدا دی يي وبخښي  ! د هغو د زامنو لمسيانو څخه ، خدای دی يي لري ، سندرې اوروسندرې خو سندرې وي (( خو ))، بيا هم ((خو))، خو دنوي عصر د تخنیک زور هم ور سره شیي ،او د موسقئ خوږ اواز ، دراکټونو ، توپونو او بمونو د اواز غوندې اوچت شي او غوږونه کڼوي ٠
: په يو واده کښې ، همدا چه ډوډئ مو ونغړله ، نو يو ملګري راته په څه طنزي لهجه ويل
استاده ! که دې خوښه وي نو رسخت به واخلو ، وبه تښتو ٠
ما وويل : ولې ؟ هغه وويل : ته پوهيږې چه افلاتون ويلي دي :  (( موسقي د روح غذ ا ده ))٠ مګر ٠٠٠٠٠زه پوه شوم ٠ پاڅېدو ٠ په ولاړه حالت کښې ما وويل : بېشکه ! که الله پاک پدې يوويشتمه پېړئ کښې ، افلاتون را ژوندی او يا زموږ په ټولنه کښې  نوی افلاتون  را پيدا کړي ، نو پر موږ به د هغه ذات د بې شمېرو احسانونو تر څنګ  د هغه دا احسان هم وشي ٠ چه ، دې زمانې ځينې کسانو ډېر تبليغ کړی دی چه (( فلسفې افلاس کړی دی )) ددې پرو پاګنډې په اثر د نړئ د فيلسوفانو بازار سوړ شوی ،او د هغو پر ګدئ سفسطه بازان ناست دي ٠ اودې سره نړئ د فلسفې په افلاس اخته شوې ده٠ نو نوی افلاتون به خپله هغه زړه خبره ((موسقي د روح غذا ده )) بيرته واخلي اوداسې حکم به صادر کړي (( موسقي د روح عذاب دی !))٠
او دې سره به د فلسفې او فيلسوفانو ارزښت هم یو په دوه شي٠
چه روان شوود موسقئ لمړنی درز پورته شو ٠٠٠څو چه د تالار دروازې ته ورسيدو، د سند ر غاړې غږ مو تر غوږ شو٠

ياره ستا په اننګو کې
چه د چا د وينې رنګ دی ؟
 زما د پاکې مينې
حقيقت پکښې څرګند دی٠٠٠٠٠٠
او درزی  درزی  ، درزی درزی ٠٠٠٠
نه پوهېږم چه   ددې سندرې   بخت او طالع وې ، که د نورو   ټولو اوسنيو په خلاف ددې سندر مارو مهارت ، چه د شعر  د الفاظو د ادا  کولو  پر مهال  يې د موسقئ د الاتو غږونه ډېر ټيټ کړي وه ٠
: نو ملګري مې وويل   
ها ٠٠٠٠ د حمزه با با غزل وايي ٠
هملته لږ څه ودرېدو او سندر ه مو تر پايوه واورېدله او يو څه خوند مو ترې واخیست ٠ يو څه پدې چه د سر تاوولوپه وخت بيا د موسقئ په اوازنو د توپونو غړمبهار جوړېده او زمو غوږونه يې کڼول ٠٠٠٠زه خو ودونو ته ډير نه ځم ٠ که د سيا لئ شريکئ  د ډيرې بې اندازې مجبورېئ نه ولاړ هم شم ، بيا ورته ډېر نشم کښېناستلی ٠خو دا سندره مې بيابيا څو ځله د راډيو ګانو او تلويزيونونو له لارې ډيرو مختلفو سندر غاړو په اوازونو کښې ، د موسقئ د سم ، مناسب او معتدل غږ په ملګرتیا اورېدلې او خوند مې ترې اخيستی دی ٠
! خو
خو څرنګه چه یو د سندرې په کسر کښې د هغه د شاعر نوم يا تخلص نه اورېدل  کېده  او په هوټل کښې د خپل ملګري نه می اورېدلي وو:د حمزه بابا غزل٠٠٠٠
نو د غزل په مکرر اورېدو به مې دا تلوسه زياتېدله چه که د غزل په کسر کښې د شاعر نوم يا تخلص واورم  ٠
حمزه بابا خو د خپلو غزلو په کسرونوکښې خپل نوم ځای کړی دی او دلته ٠٠٠٠؟
بيا  دې ته مې پام شو چه ددې ښکلي غزل په قافيه  کښې لفظي ترادف او همغږي نشته ٠
د سر دواړه مصرعو د قافيو الفاظ  (رنګ - او-څرګند )دي او ددوهم بند  هغه (خوند) او د نورو بندنو دغه ( ملنګ ، رنګ ،پتنګ ،او څنګ ) دی٠
زه خوشحاله شوم چه  د  اولسي شاعرانو په شعرونو کښې ، د عربي په شان ، دا کار شوی دی  او کېږي ، ښه شوچه د چه د حمزه بابا په حواله ،په ديوانۍ شاعرۍ کښې هم ، ددې ((ازادئ )) جواز پیدا شو ٠خو افسوس چه د ظالمې زمانې له خوا ، پر موږ خوارانو باندې د (( ازادئ )) د خوږو پېرزوينه کمه ده یا نشته ٠٠٠٠

عبدالرحيم يوه ( سي - ډي ) يا ( ډي - وي  - ډي  )چالانه کړې وه ٠ ما په هغه کښې دغه سندره د (نازيه اقبال ) په اواز کښې  اورېدله او کسر ته يې منتظر وم ٠ دی کښې زموږ د انګړ ور وټکيد ٠عبد الرحيم  ولاړ  ٠ ډير زر بيرته راغی٠
په دوه اتيا مخونو ، د کمپوز شويو شعرونه  همدغه  مجموعه  يې  راکړه  او راته  يې  ويل   :   (افغانی صاحب ) غواړي چه پدې کتاب باندې څه وليکې !  
د مجموعې پاڼې مې واړولې ٠  ( دمينې رنګ ) غزل (ياره ستا په اننګو کې ٠٠٠٠) مي سر تر پايه ولوست   او ايله  وپوهيدم   چه   دا ښکلی   رنګين   شعر ، د همدې   مجموعې  د  ويناوال    ښاغلي سمیع الدین افغاني دی ٠
څو نور شعرونه مې هم و لوستل  ٠ زياتره خوندور وو ٠ ستړی شوم ٠ په چرت کښې ولاړم ٠ هلته د (ويښ زلميانو ) په باره کښې کتاب ليکم ٠ دلته زما د (يو دوه ګوتې کاغذ٠٠٠) دکتاب څه د پاسه ديارلس سوه مخونو ، پروف راته  پروت دی ٠ زوړ يم او جوړ نه ٠ ډاکتر راته دوينو  دغوړ د لېرې  کولو لپاره  دوا نه ده راکړې او د هرسهار يو ساعت  سپورت  او د مازيګر دوه ساعته د پلي ګرځېدو سپارښتنه کړې ده ٠او دې سره دا عزيزان ، دا کتابونه  او دا تقريظونه ، په دې وضعه ٠٠٠٠

مازيګر وه ٠ پاڅيدم ٠ په چکر شوم ٠ زموږ دکور مخې ته سرک نوی قير شوی دی ٠ مازيګر په همدې ځم راځم ٠روان يم ٠ يو څه  وړاندې ، په کوڅه  کښې  څو تنه ماشومان وو  ٠ لوبې  يې کولې ٠  يو څه باد هم چلېده ، دکوڅې  دوړې يې هم  بادولې ٠ چه  ورنژدې شوم  ،وپوهيدم  چه ماشو مان په
: ګډه ، د يوکوره س    په  شان ، په خپل ماشومانه غږ ،  دا سندره وايي

ياره ستا په اننګو کې  ٠٠٠٠
پوه شوم چه دا سندره  اوس نه يوازې  د مشرانو استادانو هنر مندانو  د خولې سندره ده ، بلکه د ځوانانو او ماشومانو  دخولې سندره  هم  ګرځيدلې  ده ٠
خو يره کشکې په ودونو کښې ، هغه د توپونو دګړزهار په ځای همدغسې ماشومان همدغسې سندرې ووايي ٠٠٠٠
  په  چکر چکر  کښی ، زما په  ذهن کښې ، نژدې  د څلويښتو کلونو دمخه يوه کيسه راتداعي شوه ٠
:  او داسې
و ، نه و، زموږ  د هېواد يو وزير و ، له نامه سره يې د (ډاکټر) علمي لقب  هم لګېدلی و ٠  ډاکټر وزير په دې مشهور و چه پښتو او پښتنو سره ډيره مينه لري ٠ ډيرو کسانو به ويل چه په ډاکتر صاحب باندې وطن ډېر  ګران دی ٠ هغه ډېر وطنپال شخصيت دی ٠
: يوازې  ښاغلي صفی الله اسد سفیر به ويل 
افغانستان پر ډاکټر  ٠ ٠ ٠ ٠ ډير ګران دی ٠ مګر، هغه په ګران وطن کښې هغه وخت شپې تيروی ، چه دی پکښې د کابينې وزير وي ٠ ٠٠

په هغه زړو ورسته پاته زمانه کښې زموږ يوازې يو وطنپال  دغسې و ٠ اوس پدې ورسته وروسته زمانه کښې ماشاالله  زموږ ډېر وزيران دغسې دي چه وطن پرې ګران دی ٠ مګر پدې ګران وطن کښې  په هغه مهال  جره ا و سېږي چه دی پکښې د کا بينې وزير وي ٠
دکابينې هغه محترم غړی د معارف وزير و ٠ د پښتو ټولنې رياست رسما د معارف وزارت پورې  مربوط و ٠ د پښتو ټولنې  ريس پوهاند صديق الله رښتين و ٠ زه هم د همدې ټولنې علمي غړی وم ٠يوه ورز رئيس صاحب  موږ ټولو غړو ته د استعلام په  ذریعه خبر راکړ چه سبا  په لسو بجو وزير صاحب پښتو ټولنې ته تشريف راوړي او تاسو سره ملاقات لري ٠ نو تاسې به په همدغه مهال د رياست په دفتر کښې حا ضر اوسئ!
حاضر شوو ، وزيرصاحب راغی ٠٠٠ کښيناست ٠ دعلم او معارف  وطن او ملت ، پښتو او پښتنو په ارتباط يې څو جذباتي خبرې وکړې ، دکار ټکی پکښې هیڅ نه و٠مګر موږ يې ټول تر اغېز لاندې راغلو ، بيا يې وويل : دا پښتو ټولنه ده ٠ موږ او تاسې رسما مکلف يو چه دلته دې ټولنې د مرام او مقرراتو سره سم ، پښتو ملي ژبې ته علمي خدمت وکړو نو لطفا تاسې هر يو خپل  نظريات ووايئ ٠٠٠٠تقريبا موږ ټولو خبرې وکړې ٠ بيکاره او دکار خبرې ٠

ډيرو به د پښتو او پښتنو په باره کښې احساسات څرګندول ، ځينو به پدې برخه کښې  د وزير صاحب د شخصيت په ستاينه کښې مبالغه  کوله٠ يو نيم د پښتو ټولنې ځينې معمولي ضرورتونو ته د وزير صاحب توجه اړول  ٠ داسې کسان هم وو چه د افغا نستان د نورو ژبو  د ويونکو  د ځينو عناصرو او اشخاصو يا د ځينو بهرنيو هيوادونو  له لاسه د پښتو د مخنيوئ په برخه کښې رښتيا او دروغ  شکايتونه کول ٠ ځينو به زور واهه چه د يو لړ قالبي الفاظو او علمي ترمونو اولغتونو په استعمال خپل علميت او لياقت  ثابت کړي ٠ د نورو ملګرو مشخصې  خبرې رانه هېرې شوي دي٠
: خو زما د لنډو وړانديز لنډيز داسې کېدای شي
 
په ځينو طبعي خصلتونو کښې ، فرد او ټولنه ، يو تر بله سره ورته والی لري ٠  که يو فرد خپله روغتيا وساتي ، ورزش وکړي ٠ سم او مناسب  خوراک ولري  او ځان  قوي  او مضبوط کړي ، که له بهره څخه  وجود  ته  يې  مکروبونه هم ننوځي ، د هغه د وجود مقاومت  په اثر د هغه مکروبونو اغېزه کميږي  ياله مينځه ځي نو که ټولنه ، خصوصا پښتو ټولنه او د هغه  غړي سم کار وکړي  ، د ښې مطالعې په اساس  د منطق او  استدلال او علمي اسنادو او شواهدو سره ښې ليکنې او تاليفات ټولنې  ته وړاندې کړي ، بيا نو ټولنه  پخپله ، موږ په کار  قناعت کوي ، چاته  د مخالفت  څه  موقع  په لاس نه  ورځي او که  ورشي هم مخالفت يې دومره تاثير نه کوي ٠٠٠٠
وزير صاحب خپل ساعت ته وکتل ٠ ويل :  دولس بجې شوې  په کاروو کښې ستاسو برياليتوب غواړم ٠ تاسې خپلو کښې سره کښېنئ ، د همدغو خبرو په اساس  خپل کارونه تنظيم کړئ ٠ که ماته موڅه امر کاوه  و رسمي وړانديز راته وسپارئ ٠ زه ستاسوپه خدمت کښې يم ٠٠٠٠ د خدای په امان ٠
د پښتو ټولنې رئيس موږ ته وويل  : تاسې نور هم فکر وکړئ ٠ ددې خبرو په اساس ، اوکه تاسو سره  نور نظريات هم وي ، سبا به سره کښېنو او ٠٠٠٠

مازيګر زه د استاد الفت د لیدو به تکل وخوزېدم ٠د هغه کور د ((چمچه مست )) د خوړ په غاړه ، په شېر شاه مېنه ( څلورمه کارته ) کښې و ٠ ور روان وم ٠ هلته د کارتې د کوڅو په دوړو کښې  پينځه
: شپږ  تنو ماشومانو  په جګ اواز سندره ويله
 
زما ښکلی جانانه
زه جار شمه له تانه  ٠
ما مه شړه له ځانه  ٠
قربان دې شم  ٠
قربان دې شم ٠
السلام ٠
السلام ٠
ښاغلي رحيم ګل غمزده خپله دغه سندره  په هماغه وختونو  په کابل راډيو کښې ويلې وه ٠ په محافلو کښې  يې هم اوروله  او د ځينو نورو سندر غاړو له خوا هم ويل کېدله ٠ او تر اوسه اورول کېږې ٠
زه چه دغو خړ سرو سندر بولو  ماشومانو ته  نژدې شوم ٠ ورته ودرېدم ٠ بيا مې ورسره لږه مرکه هم وکړه ٠وپوهېدم چه دا هلکان د همدې ښار اوسيدو نکي  په خټه هزاره ګان دیي ٠ او ژبه يې دري ده ٠٠٠٠سبا ته د پښتو ټولنې غونډه جوړه شوه ، نو ما دا کيسه وکړه او زياته مې کړه: 

دا خبره سمه نه ده  چه موږ ووايو فارسي ژبي  د پښتو مخه نيسي٠
د کابل ښار فارسي ژبي هزاره ماشومان  چه په خوند خوند ، په ډير شوق و ذوق ، پرته د چا د وينا او
: تقاضا نه ، پښتو سندره وايي  او خوند تري اخلي ،  د دوو حقيقتونو څرګندونه کوي
لمړئ داچه  په سندره کښې هنري زور دومره زيات دی چه يوازې د پښتنو نه ، يوازدسندرغاړو نه ، يوازې د مشرانونه ، بلکه د کوڅې ماشومو هزاره ګانو په زړونو او ذهنونو يې هم دومره اغېزه کړی دی چه دغه سندره  په ډېر شوق و ذوق او احساس د هغو په ژبه جاری شوې ده ٠٠٠٠

دوهمه دا چه ((دا  زه  پښتون  يم ته   هزاره يې ))   او    ((دا زه فارسي وايم او ته پښتو )) خبره د يو لړ نا بالغو ٠ په نامه روښانفکرانو ، د غرض او مرض   خبري دي ٠ او نور پاته اولس ، لوی او واړه ، پښتون او هزاره او ٠٠٠ ٠ په يو صف کښې ولاړ دملي هنر (( ښکلي جانان )) ته دمينې سلام وړاندې کوي او تر ښکلا يې  ځاريږي ٠٠٠٠

د تېرو هېرو خاطرو همدې خوږو خوندونو سره   کور ته  ورسيدم ، د افغاني صاحب   د شعرونو  د مجموعې  د خيالونو  نور خيالولي   شعرونه  مي  هم و لوستل ٠دغسې ((د يار دمينې)) نورې سندرې هم ٠ يوازې دا نه ، دوطن او ملت  ،  د افغان او   افغانستان  دمينې سندرې  هم ٠ او يوازې ،   د محبت ، صداقت ، افغان   ،   دا افغانستان دی ، دا څه حال دی   ؟ تر  عنوان   لاندې منظومې نه ، بلکه دغسې نور غزل او نظمونه هم ، د ويناوال ددغسې مينې څرګندوی دي ٠
ما ډيرې خبرې وکړې ٠ زه خپلې خبرې  بسوم ٠ تاسې  لطفا ما وبخښئ  او مجموعه ولولئ ٠
په درناوي
ستاسو خدمتګار
عبدالله بختانی
کابل - خيرخانه
د ١٣٨٨ د زمري ١٢ مه
د ٢٠٠٩ د اګست درېيمه