ناټو او امریکا له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو پر وتلو خبرې کړې

ناټو او امریکا له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو پر وتلو خبرې کړې


  • 2 کاله دمخه (07/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1024

 ناټو امریکا سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې په شمېر مهمو مسائلو خبرې اترې وکړې.  

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه یې د ناټو او امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان سکاټ مېلر سره خبرې وکړې.

ښاغلی سټولټنبرګ پرون سې شنبه ناوخته په بروکسل کې له جنرال سکاټ مېلر سره پر دې موضوع بحث کړی دی. 

سټولټنبرګ په یوه ټویټ کې ویلي، دوی د افغانستان پر امنیتي وضعیت، له افغانانو د ملاتړ پر دوام او نورو مهمو مسائلو په خپلو کې خبرې کړي دي.

بل‌لورته بیا د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنتکام ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي سرتېرو د وتلو لړۍ شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړه شوې ده.

یادې قومندانۍ په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې تر دې دمه د سي ‌۱۷ الوتکې څه باندې ۹۸۴ جوپې له افغانستانه وتلي دي. 

په دې موده کې د امریکايي عسکرو اوه پوځي په رسمي ډول د ملي دفاع وزارت ته سپارل شوي دي. 

سنتکام دغه راز ویلي، چې یو شمېر پوځي وسایل چې په کې شخصي وسایل هم راځي، د دفاع وزارت لوژیستکي برخې ته سپارلي چې ویجاړ یې کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې له افغانستانه ټول امریکايي او بهرني عسکر د سپټمبر تر ۱۱ مې ووځي. 

په ورته مهال بیا یو شمېر امریکایي چارواکو ویلي، چې په کابل کې د ډيپلوماټیک ماموریت لپاره یو شمېر سرتېري په افغانستان کې پاتې کېږي