په افغانستان کې داداري فساد تخم چا وکاره؟


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 519

دجمعې په ورځ چې  د١٣٨٩هـ ش کال د ليندۍ دمياشتې په ١٩مې نېټې سره برابره وه  د ملګرو ملتونولخواد فساد نړيواله ورځ ولامانځل شوه، فساد يو له هغو خطرناکو مرضونو څخه دى چې دافغانستان دهرې ادارې په رګونوکې يې ځاى موندلى دى او اوس ترې يو ناسور زخم جوړدى چې هېڅ يې د جوړېدو امکان نه ليدل کېږي، ډېر خلک حيران دي اودټولوپه مغزوکې دا پوښتنه اوړي را اوړي چې څنګه افغانستان په دې اخرکې په ناڅاپي توګه  په دې مرض داسې اخته شو چې ډېر دتعجب وړدى ، خو اوس د امريکا په شمول ډېرى هېوادونه غواړي اوهڅه کوي  چې د افغانستان له هرې ادارې څخه فساد له منځه يو وړل شي،تر دې چې دامريکا ولسمشر بارک اوباماخويوځل  د کرزي حکومت ته ددې مرض د علاج په خاطر شپږ مياشتې وخت ورکړ، چې بايد ددې ضرب العجل تر پاى ته رسېدوپورې له افغانستان څخه د فساد لمنه ورټوله شي ،څومره د خندا وړخبره ده چې يوداسې څوک دې را اوچت شي چې نور خولا پرېږده چې ان دخپل هېواد له حالاتواومعلوماتوهم خبر نوي ،داسې يوشخص چې تر پرونه پورې يې په کور کې دهګيوپر پيسو ګذاره کوله، او يو داسې څوک چې له دې دوه کلونه څخه مخکې يې نژدې خپلوان هم نه ورسره پېژندل، نن راځي ،يوداسې هېواد ته ګواښونه او اختارونه ورکوي چې ،لايې دمخه ترې داسې غاښ ماتوونکي ځوابونه او ماتې خوړلې دي  چې په ويلو او يادولويې په خپلو منځونوکې هم شرمېږي ، په خپله يې دې  زموږ پاک هېواد په دې مردار او ساري مرض اخته کړ او اوس يې بندول او تداوي له موم څخه غواړي، دومره سرايت يې وکړ چې دسروې ګانو له مخې داسې ويل کېږي چې په ډېرکم وخت کې دافغانستان په هرو څلورو کسانوکې يوکس رشوت  ورکړى دى، خو ډېرى خلک او سياسي کار پوهان بياپه ښکاره او علني توګه دا نارې وهي چې دا هرڅه د بهرنۍ نړۍ څخه زموږ هېواد ته راغلي او بايد اوس يې مخه هم پخپله ونيسي،ځکه چې له کله نه  افغانستان ته ددوى پل داخل شوى دى نو په ادارو کې څه چې ان په کورونوکې هم فساد پيل او دا ويرس خپور شو او دايوه لوبه ده چې غواړي په افغانستان کې يې تر سره کړي، وګورئ له دې څخه مخکې چې په افغانستان کې بهرنيان نه و، نو داداري فساد په نوم چا څه نه پېژندل، همدا  ادارې ،همدا اشخاص او همدا حکومتونه وو، خو هېچا هم دفساد په اړه سوچ او فکر نه شواى کړاى، خوکله نه چې دوى راغلل نوپه اداراتوکې مو  فساد پيداشو،په ټاکنوکې مو داسې درغلۍ پيداشوې چې اوس يې څوک دحل لاره نشي موندلاى ،نو ترڅوچې دوى په افغانستان کې شتون لري له دې اداراتو څخه به د فساد د له منځه وړلو هڅې هسې بې نتيجې وي ، اوس يې په افغانستان کې دومره پرمختګ کړى دى چې زموږ هېواد دنړيوالې سروې له مخې دوهم فاسد هېواد دى ګڼل شوى دى، خو راځئ فکر وکړو که هغوى زموږ په هېواد کې داسې امراض خپروي نو موږ ولې په خپله ګټه او زيان نه پوهېږو، ولې يې خپله پر وړاندې مبارزه نه کوو، که چېرې موږ داسې وکړو نو بهرنيان به ولې زموږ دسرنوشت د ټاکلو هڅه کوي، چې له خپل هېوادڅخه زموږ په اړه تصميمونه نيسي او اختارونه راته رالېږي چې بايد دداسې اعمالو مخه ونيول شي، کله چې په دې هم ښه پوهېږو چې په غله باندې غلا کوي اودکور په خاوند کور ساتي.