انصاف ښه شی دی


  • 11 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • جنت ګل زرمل
  • 375

 څو ورځې دمخه مې په یو دوو تنظیمي ورځپاڼو کې دافغانستان د ملي دفاع په وزارت کې د وروستیو بدلونونو په اړه د یوه لیکوال ګلنور بهمن مقاله ولوستله.نوموړي پخپله مقاله کې په هغو بدلونونو خواشیني څرګنده کړې وه چې د کارونو دښه تنظیم په مقصد په دې وروستیو کې دغه وزارت لازم بللي وو.نوموړي دغه بدلونونه د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو یعني طالبانو په ګټه بللي او ددغه وزارت مشرتابه د طالبانو په پلوي تورن کړی دی.

دمقالې لیکوال د ملي دفاع وزارت هغه جنرالان چې پښتانه دي، طالبان بللي دي او ویلي یې دي چې دغه کسان ددې لپاره ټاکل شوي چې دطالبانو پله درنده شي. ددوی نوې دنده که بې اهمیته او د کم صلاحیت درلودونکې هم ده ښاغلي لیکوال واکمنه بللې ده او له پروړې یې غر جوړ کړی دی ده ځینې نور جنرالان او افسران بیا پاکې فیروزې ګڼلې دي او کومې دندې چې اوس ورته سپارل شوې دي هغه یې کم ارزښته او تشریفاتي بللې دي، ځکه چې دغه کسان په پښتو ژبه خبرې نه کوي نوموړي دغه افسران لایقه او په کار پوه او په وطن مین بللي او دانوریې بیا دوطن ضد.او هغه درحمان بابا خبره:
که یوه جو دانه عیب وینې په بل کې
ها یوه جودانه عیب به یې لویه لکه غرکړې
که دې خپله ګناه لویه لکه غر وي
په هیله هیله به غر دمچ وزر کړې 
ده یو شمیر افسران داسې معرفي کړي چې ته به وایي دا سبا به زموږ وطن پردیو ته وروسپاري او ځینې نور یې بیا دوطن ریښتني بچیان معرفي کړي.چې په وروستۍ ډله کې داسې کسان هم شته چې دده د راپور له مخې په شینډنډ کې پنځه نوي بې ګناه وګړي شهیدان شول، هماغه وخت حکومت دغه سړي تبدیل کړ او له ده څخه یې دتحقیقاتو امر ورکړ. خو لکه څنګه چې دا ډول نورې دوسیې د زورواکو او جنګسالارانو تر ګونډو لاندې دي او څوک یې پاڼه هم نه را اړوي ددغو بې ګناه افعغانانو د بې رحمانه وژني دوسیه هم هماغسې هیره شوه.
په پورتني شعر کې چې دخپل او دبل دعیب یادونه شوې ده ځکه مې دلته راواخیست چې دغه دړانده تعصب لرونکي لیکوال ځینې خپل بللې او ځینې یې پردي.که نه دیوه وطن خلک دي نه باید یوخپل او بل پردی وبولو.جرم هم زموږ داساسي قانون له مخې شخصي عمل دی نور یې مسوولیت نه شي اخیستلای.
په هرصورت خبره دملي دفاع وزارت په مربوطاتو کې دبدلونونو وه، چې دغه لیکوال او ځیني تنظیمي اوسیمه ایزې خپرونې یې عصبي کړې دي. په دې مقاله کې په دې ټکي ډیره تکیه شوې چې ګویا مهمې دندې پښتنو ته او غیر مهمې او تشریفاتي دندې دانورو ته سپارل شوې دي. اول خو ډیر دشرم ځای دی چې موږ دقوم مسله هرځای مطرح کوو، موږد وطن خدمتګارانو ته ضرورت لرو چې موږ له اوسني حالته راوباسي ، وطن او خلکو ته په صادقانه ډول خدمت وکړي، دا نو که زما دقوم وي که ستا.نن سبا غله او سواستفاده کوونکي دقوم او ژبې له نامه ډیره استفاده کوي او هڅه کوي خپل خیانتونه دهغو شاته پټ کړي، نه پوهیږم زموږ دغه لیکوال څه شی پټوي چې داسې له تعصبه ډکې خبرې کوي.
بله خبره داچې نه پوهیږم چې دا لیکوال چې دا ډول مقالې لیکي او دغه ورځپاڼې چې دا ډول لیکنې خپروي یوه سترګه لري که دوه، ځکه دوی یواځي دا یو ځای ویني او بلې خواته سترګې نه اړوي. که موږ دملي دفاع وزارت سره د کورنیو چارو وزارت پرتله کړو نو بیا به هغه وخت زموږ دغه په اصطلاح لیکوال او دغه رسنۍ چې تل دې ډول خبرو ته لمن وهي څه وایي.
دوی لیکلي چې دملي دفاع په وزارت کې په نویو بدلونو کې مهمې دندې پښتنو ته او غیر مهمې او تشریفاتي دندې نورو ته ورکړل شوې دي، خو که دکورنیو چارو وزارت رهبري ته نظر واچوو راته معلومه به شي چې هلته په نویو بدلونونو کې کوم پښتون غیر مهمه او تشریفاتي دنده هم نه ده سپارل شوې.آیا دکورنیو چارو وزارت په رهبري کوم مهم خو څه چې غیر مهم ریس ماته څوک راښودلی شي؟ او که هغه دکوم بل هیواد دکورنیو چارو وزارت دی. په دې وزارت کې یوقوم خو څه چې یوه کوچنۍ سیمه واکمنه ده او ټول واک دیوې سیمې په لاس کې دی.
همداسې دوی په دې مقاله کې د ملي امنیت دلوی ریاست یادونه هم شوې، خو که هلته هم ولاړ شووبه وینو چې په دې حساب یې حالت دکورنیو چارو تروزارت ښه نه دی.
البته دا ډول خبرو ته ضرورت نشته موږ باید د خپلو حکومتي چارواکو کار او خدمت ته وګورو نه دهغوی څیرو او قومي تړاو ته. داچې هر څوک دی دهرې سیمې اوسیدونکی دی مهمه نه ده دامهمه ده چې څه کوي.آیا دهغې څوکۍ وړتیا لري چې ورته سپارل شوې ده؟
ما دا څو ټکي ددې لپاره ولیکل چې ددغه لیکوال او دا ډول رسنیو پام انصاف ته راواړوم، او دا متل ور په یاد کړم چې:
دزد باش به انصاف.