لوګر کې د ملي دسترخوان پروګرام پيل شو

لوګر کې د ملي دسترخوان پروګرام پيل شو


  • 9 مياشتي دمخه (09/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 335

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د جمهوري ریاست له لارښوونې سره سم په مرکز پل علم او خوښۍ ولسوالۍ کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت هغو څه باندې ۳۲ زره کورنیو سره  د خوراکي توکو د مرستې رسولو  بهیر پیل شو؛ کوم چې د سیمې ییزو شورا ګانو له لوري د ملي دسترخوان ملي پروګرام ته ور پیژندل شوي او زیاتوي چې هرې کورنۍ ته به د څلور زره افغانیو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکړل شي.

د لوګر والي اجمل شاه پور وایي د ملي دسترخوان پروګرام له لارې به د لوګر له ټولو اړمنو خلکو سره مرسته وشي.

دغه راز د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي د دولت له یاد ارزښتمن اقدام څخه د هرکلي ترڅنګ  د لوګر په ولسونو غږ وکړ چې یاد ملي پروګرام په پوره شفافیت پلی کړي.

د ملي دسترخوان پروګرام چې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت تر چتر لاندې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سیمه ییزو شوراګو پر مټ په دو پړاونو کې پلی کیږي، په لومړۍ مرحله کې به د ۳۴ ولايتونو ۱۲۳ ولسواليو ۱۲۸۹۶ کليو کې ۱،۶۷ ميليونه کورنيو سره د شپږ اتيا ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرستې وويشل شي.