پېریان


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • عبدالله الهام جمالزي
  • 328

    شپه به له نیمې اوښتې وه کوټه دسګرټودودونوپه سرواخیسته بالښت ته مې ډډه لګولې وه اوډاروونکې کیسې مې ژباړلې همداسې ډاروونکې کیسې مې څوکاله وړاندې هم ژباړلې وې ، پخپل وطن کې په خپل کورکې هاغه وخت مې سرهم نه خوږیدلو په کوټه کې به دسګرټودودونه هم نه وو دکوریادونه هم نه وودموردغږونوژوندي انځورونه هم په ذهن کې نه راګرځیدل اودوېرې به هم راسره فکر نه وو . خواوس داهرڅه بدل شوی وو ویروونکوخیالونوبه هره شېبه دکوټې کړکۍ ته ځیر کولم اوویروونکو غږونوبه مې دسرکاسه له شوره ډکوله . دپیریانوکیسه مې مخ ته پرته وه اودپیریانو اتڼ مې هم ژوندۍ په سترګوکوت ناڅاپه له دروازې هاخواغږپورته شو .... ویروونکی وو ډیروېروونکی ... اودکوټې لورته رانږدې کیده   په ماسر ګرځېده دڅراغ پلته هم ختمه شوې وه تیل پکې زیات وومګر پلته ختمه شوه کرار کرار یې په ټپ ټپ پیل وکړ ...

   کوټه هم تیاره کېده اوغږ هم ویروونکی کېده . ماسترګې ددروازې په لورنیولې وې اودیوې ډاروونکې صحنې انځورونه مې له سترګوتیریدل . دروازه پرانستل شوه خوڅوک را دننه نه شول دروازه پرانستې پاتې وه خوکوټې ته دپښوښکالونه راننوت .

    هاغه خوب رایادشوچې پخپل پخواني کورکې ویده وم ډیرویروونکی خوب مې لیدلی وو . داسې چې په نیمه شپه کې کوټې ته پېریان راننوتل زه له خوبه راپاڅېدلم خو لږوروسته مې بیاپه کړکۍ کې ولیده چې دکوټې دوره لور ته تېرشو . غوښتل يې بیاکوټې ته راننوزي زماپه څانګه زړه سوځېدلو ، څانګه ماپه زاریو دې کلي ته راوستلې وه خو اوس نږدې وو چې زره ترکه شي ، له يوې خواخوهغه پېریان پدې هم ښه شول چې څانګه له ماسره مروره وه کله چې له پېریانو ووېرېدله نوراترغاړې وتله اوس مې هیر دي چې بیا پېریان راننوتل او که نه ؟ خونننی غږ ډیرحیرانوونکی وو . دهاغه پیري غږته هم نه ورته . داډېر بېل وو ...

    غږونه زیاتېدل ، دکوټې دننه تیاره کېده خوبیرون رڼاګانې په ویرونکي ډول زیاتېدلې زماڅنګ ته هم داسې څوک نه ووچې پوښتنه ترې وکړم چې څه وینم ؟ په هاغه وخت کې چې څانګه راسره وه له څانګې مې پوښتنه وکړه چې تنها زه پیریان وینم که هغه يې هم ویني هغې هو لیدلي وو خونن هیڅوک نه وو چې ترې پوښتنه وکړم اونن له هغه وخت څخه ډېرویروونکی هم وو .

    څراغ بندشوی ووکاغذونه چې تیت پرک پرې دیلدا دشپې کیسې ژباړل شوې وې په تیاره کې غلي شوي وو له څراغ څخه هم دتیلوبوی اوچتیده اوسر مې یې کرارکرار ونیو. په کوټه کې دښکالوغږ پیداشو اوپه نرمۍ سره یوې اوبلې خواته وخوځیده زه له وره سره جوخت شوم اوهمداسې وچ پاتې شوم . کرارکرارپه ځای کېناستلم ښه څیرشوم په کوټه کې هیڅ هم نه ښکاریدل خوښکالوکرارکرارریښتیاکیدله اوزمالپاره هم ډاروونکې کېدله . زړه مې غوښتل په زوټه چیغې کړم اوورشم دښکالوڅښتن له ستوني ونیسم اوورته ووایم چې په نیمه شپه کې زما په کوټه کې له اجازې پرته څه کوي .

    دښکالوڅښتن زمادخوب ځای ته راغی اودکړکۍ لاندې چپرکټ باندې وګرځید دچپرکټ غږ نورهم پورته شواوزه یې نور هم وډارکړلم اوله ځانه سره مې پریکړه وکړه چې په منډه به له کوټې تښتم ګوندې لدې بلاڅخه خلاص شم خولکه چاچې په پښواو لاسونوتړلی وم هیڅ مې هم له لاسه پوره نه وو. 

    کله چې دلته راغلی وم له هماغه لمړي سرڅخه تنهاوم ، څوک مې نه درلودل چې ماخوستن ورسره مجلس وکړم . حتی زمادکوټې ترڅنګ نږدې هم څوک نه اوسېدل ټول لیرې وو له بلې خوا دلته ټول خبریالان اوسېدل اوهغوی خوبه نوبس بهانه غوښتله ...

    له ځانه سره مې وپتیله چې له خولې غږوباسم اوپوښتنه وکړم چې څوک دي . خوبیابه راسره داسودا هم پیداشوه چې څرنګه څوک به وي ؟ ولې به دلته راغلي وي ؟ جن خوبه نه وي ، دژباړې په څیرخوبه کومه دسپینوجامواروانه وي .

    مادپیریانوکیسې ډیرې لوستلې وې ژباړلې مې هم وې . داخوبه هماغه څیر نه وي که هماغه وي بیابه نوڅه کوم مرګ مې راغلی دی . ریښتیاله پیریانوسره هم نه پوهیږم څه ځواب ورکړم ؟ که رانه تپوس وکړي چې څوک یې ؟ نه دلته به داتپوسونه ولې کوي ...

    څوورځې وړاندې مې دپیریانوپه اړه یوه لیکنه لوستې وه چې په هغه کې ویل شوي وو چې پیریان هم خبرې کوي اوله انسانانوسره دښمني او دوستي هم کوي ، په هاغه مقاله کې ویل شوي وو چې پیریان پخوا دانسانانو په نړۍ واکمن وو ، هغوی به هم دانسانانوپه څیر اولادونه درلودل خوښ اوخوشحاله ژوند به یې خوښاوه ...

خو زه نه پوهېدلم چې دازما مېلمانه څوک دي ماته څوک راغلي دي له ماسره دښمني کوي که دوستي زه ورته څه ووایم ...

    خوزه له خبرولوېدلی وم نور مې هیڅ په وس نه وو پوره ویرېدلم له بلې خوا مې سوچ کولوته هم نور وخت نه درلود ځکه ویرېدلم چې راباندې حمله ونکړي ... یا ... سخت وارخطاشوی وم بدن مې ټول خولې وو سترګې مې وچې وچې کیدلې په ستوني کې مې لاړې وچې شوې نورمې د هیڅ کولوتوان نه درلود .

    ددې په انتظارچې څوک ورپرانیزي اوماله دې بلاوژغوري دوره ترڅنګ مې سترګې کلکې پټې نیولې وې . چې ناڅاپه ورد کوڅې دشر اوشور په غږونو پرانستل شو او سترګې مې وغړولې چې نه هم بلاوه اونه هم دسپینوجامواروا . 

خپل کور