حامد کرزي خپله سیاسي لوبه وبایلله


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • حنان حبیبزی
  • 341

 لندن

دولسمشرۍ  یو مخکښ کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي وايي که دی دافغانستان ولسمشر شي  په هیواد کې به روانه جګړه پایته ورسوي .ده  ته دافغانستان د راتلونکي ولسمشر په توګه کتل کیږي. نوموړی له پراخ  کورني اونړیوال ملاتړ او شهرت څخه برخمن دی . دی وايي که په نړۍ کې  د افغانانو په اړه شته انځور په راتلونکو څلورو کلونو کې بدل نشي افغانان به لسګونو کلونو ته اړتیا ولري چې هوسا ژوند خپل کړي. دافغانانو په اړه دنړۍ په نورو هیوادونو کې بد تصور په تېرو پنځه کلونو کې لا پراخ شو او څومره چې له افغانستانه د مرګ ژوبلې او جګړیز تاوتریخوالي  راپورنه  خپریږي هومره دنورې نړۍ دخلکو په ذهنونو کې افغانان د بدو او جګړه غوښتونکو خلکو په توګه معرفي کیږي. په داسې حال کې چې افغانان په یوه تپل شوې جګړه کې قرباني ورکوي. د تېرو درې لسیزو د جګړو پرمهال حکومتي واکمنو تل په هیواد کې دحالاتو د خرابېدو پړه پر ولس اچولې ده خو ډاکټر اشرف خلک دا ځل ژمن دي  چې  د جنګي جنایتکارانو او په تېرو وختونو کې د ازمایل شو څیرو  پر ځای د ډاکټر اشرف غني احمدزي  ملاتړ وکړي  چې هیواد یې یو سم لوري ته روان شي.
  مجمد جلال په نامه یو افغان د ټلیفون پرکرښه راته وویل چې  په تېرو اوه کلونو کې  یې  ډول  ډول ناخوالې او بدمرغۍ پخپلو سترګو ولیدې نو  د نوي ولسمشر په ټاکلو کې به له پوره پاملرنې څخه کار واخلي.  ډاکټر غني احمدزی په پېل کې د حامد کرزي دحکومت د مالې وزیر په توګه کار وکړ  او دحکومت وتلی غړی وو .خو ډیر ژر  یې دننه په حکومت کې فساد او له اساسي قانون څخه رسمي سرغړونو ته پام واوښت  .ده دسمون هڅه وکړه خو دحامد کرزي  او نورو دولتي کړیو له مخالفت سره مخامخ شو. ډیری افغانان فکر کوي چې  دډاکټر اشرف غني احمدزي   تجربه ،سیاسي پوهه او نړیوال اړیکي کولی شي چې افغانستان په راتلونکو څلورو کلونو کې له انارشۍ او بېثباتۍ څخه وژغوري..
افغانان  ویني چې هیواد یې  له اته کلونو وروسته لاهم تاوتریخوالی او بېوزلي زغمي. دوی دکړکیچن  او بېثباته شوي  افغانستان پړه د حامد کرزي پر رژیم اچوي. دحکومت ډیرو مهمو غړو او د پارلمان  یو شمېر استازو په دې وروستیو کې حامد کرزی دافغانستان یو ناکامه مشر بللی دی . د متحدو ایالاتو پخوانی لوی چارواکی  زلمی خلیل زاد دوم سړی دی چې له حامد کرزي وروسته دافغانستان دحالاتو د خرابولو پړه پرې اچول کیږي. دسپټمبر له ۱۱ وروسته د افغانستان د سیاسي او پوځي مکانیزم په جوړولو کې تر هرچا ډیر ښاغلي خلیلزاد ونډه درلودله چې دمحاکمې پر ځای د جنګسالارانو د غښتلي کولو لامل وګرځیده. هغه کسان چې د زرګونو خلکو پر وژلو یې خپل لاسونه سره کړي دي ، بیاورته  د افغانستان په برخلیک کې ونډه ورکړل شوه. دشمال ټلوالې غړو په حکومت کې لوې څوکۍ درلودلې او د پښتنو پخلاف یې خپل ټول زور او ځواک وکاراوو او عادي افغانان یې د هیواد په سوېل،ختیځ ،لویدیځ او نورو ولایتونو کې اړ کړل چې د خپل ځان ددفاع لپاره یو ځل بیا وسله راپورته کړي. دحامدکرزي په مشرۍ افغانستان هغه مهال دبدمرغیو ښکار شو چې ده خپلو اصلي ملاتړ کونکو ته شا وګرځوله او جنګي جنایتکاران یې  بیا واک ته ورسول.دا يو دود دى چې  دحکومت مشر   لومړى د لويو لويو كارنامو نقشې انځوروي  او بيا عملي بڼه وركوي چې په  خلكو كې وستايل شي .
ولسمشر په څوکۍ کې د پاتې کیدو لپاره د خلكو په زړونو كې د ځاى  د پيدا كولو په موخه   تاريخ ته  د ستايلو وړ ډير څه وربښي . دغه ډول  چلند ددې لامل ګرځي چې د لاس لاندې چارواکي لکه وزیران او والیان د هېواد د واكمن په زړه كې د ځاى  دموندلو په تمه  د هغه د تخت او بخت د ټينګيدا  لپاره منډې ووهیي .دا هغه څه دي چې  په ترڅ ترڅ کې بیا د ولس د خوشالۍ او نیکمرغۍ لامل هم ګرځي. خو حامد کرزي ونشو کړی چې په تېرو اته کلونو کې خپل ځان د وړ او هوښیار واکمن يا سیاسي مشر په توګه په زبات کړي. دده د حکومت په موده کې نه یوازې افغانان بې پته شول  بلکې ددوی د زړونو ټوټې او خپل خپلوان ووژل شول. ښځې ،ماشومان، ځوانان ،سپین ږيري او دهر پوړ غړي ته زیانونه ورسیدل. هغه خلک چې دهیواد په سوېل او ختیځ کې  یې د ارامۍ او سوکالۍ په هیله وسلې کیښودلې وې  ،د بې وسلې کولو او ملکي کولو له بهیر سره یوځای شوي وو ،په کور کې یې ناسته خوښه کړې وه ، یو ځل بیا دېته اړوتل چې وسله واخلي او د دولت او پوځ په وړاندې دطالبانو د غورځنګ ملاتړ وکړي .ښکاره لاملونه یې د خلکو پر ژوند ، ناموس او دودونو تیری دی. د ولسمشر په توګه حامد کرزي هیڅکله پر ولس باور ونکړ او له ارګ څخه  بهر هر عادي افغان ورته د ترهګر په څیر ښکاره شو.  دوم لامل یې په دولت کې پراخ اداري فساد دی چې دولس دځورولو لامل ګرځي.   افغانانو ولیدل چې له طالبانو وروسته یې  هیواد  څه ډول د تاوتریخوالي پر ډګر بدل شو. د اورزګان ولایت یو مخور سپین ږيري چې په ۲۰۰۴ کال کې یې دحامد کرزي په انتخاباتي کمپاین کې برخه اخیستې وه او وروسته یې بیا د خپلو خپلوانو مرګ په سترګو ولیده  ،راته وویل چې څه ډول د حکومتي او نړیوالو ځواکونو له خوا دده دوستان او خپلو خپلوان په نښه شول. د حامد کرزي حکومت د هغو ملکي خلکو پر وژنه تورن دی چې په رایو یې ده   د واکمنۍ له خوږو خوند واخیست  خوهغه ولس چې په یوه ځانګړې مینه یې د کرزي په ټاکلو کې ونډه واخیستله دتاوتریخوالي ښکار شو.حامد کرزي خپله پېل کړې لوبه بایللې ده. ولس ترې بې کچې خوابدی دی.څو ځلې  د ولسي خلکو ډله ییزه وژنه او په تازه پېښو کې  دجاوید احمد په نامه د یو نومیالي  افغان خبریال وژنې  دده سیاسي شخصیت ته نور زیانونه ورسول. 

پای