کرزی صاحب دنبوره دې څه وایي؟


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سمون زرمتی
  • 299

دافغانستان دوزیرانو شورا دپریکړې له مخې دامروزپه نامه دیوه خصوصي ټلویزیون خپرونې په دې نامه بندې شوې چې ګویا دهیواد ملي یووالي ته یې زیان رساوو د افغانستان دوزیرانو شورا دغې یوې اړخیزې پریکړې افغانان حیران کړل ځکه تردې دمخه موږ ډیرټلویزیونونه او نورې رسنۍ لیدلې چې  دافغانانو دملي یووالي له منځه تلو ته یې مټې رانغښتې وې او آن ویلای شو چې یوازینی مقصد یې همدا و، تیره ورځ یوه تن له یوې راډیو سره په مرکه کې وویل امروزټلویزیون دایران ضد و، خو موږ هره ورځ داسې ټلویزیوني خپرونې ګورو چې دافغانستان ضد دي دا خو هر چاته څرګنده ده چې دایران لاسونه ډیر اوږده دي او کولای شي هغه خولې په ډیره اساني سره بندې کړې چې ددوی دظلمونو او مداخلو خبره په خوله راوړي. له همدې پریکړې وروسته چې زیاتره کسان یې غیر قانوني پریکړه بولي ځکه درسنیو دسرغړونو دکمیسیون له لارې نه وه شوې، افغان ولسمشر محترم حامد کرزي دپنجشنبې په ورځ په یوه خبرې غونډه کې په ډیرو سختو الفاظو هغو رسنیو ته خبرداری ورکړ چې دافغانانو دملي وحدت پر ضد خپرونې کوي ښاغلي کرزي داهم وویل چې موږ دغه خپرونې په کلکه څارو او هیچاته به اجازه ورنه کړو چې زموږ ملي وحدت ته زیان ورسوي.
سره له دې چې دا څو کاله مې له کرزي صاحب او دهیواد له نورو چارواکو څخه ډیرې ګرمې وعدې اوریدلې خو په سبا یې هیرې شوې نو دبل هر افغان غوندې نور دحکومت ژمنو ماته خپل اعتبار بایللی او په خبرو یې ډیر باور نه کوم خو دکرزي صاحب دغه خبره راته جدي ښکاره شوه او په خبرو یې خوشحاله شوم یو څه هیله هم راته پیدا شوه چې نور به دهغو غرضي کسانو ناولې خولې بندې شي چې زموږ دبهرنیو دښمنانو په اشاره دافغانانو ملي یووالی ته زیان رسوي په نورو ژبو پورې خاندي او ویونکو ته یې دوحشي خطاب کوي او یا خو په ګردیو میزونو او سیاسي بحثونو کې په ظاهره په بې طرفانه ډول زموږ ملي هویت او آن تاریخ له پوښتنو سره مخامخ کوي.
هیله مې پیداشوه ومې ویل خیر که دامروز ټلویزیون په اړه ددغه ټلویزیون د مسوول په وینادایران دخوشحالولپاره یوجانبه پریکړه شوې دادی دحکومت نورو رسنیو او اشخاصو ته هم ورپام دی او نور به یې پخپل ځای کینوي.
خو لکه ددغه دولت نورې ژمنې دا هم داسې معلومیږي چې په اصطلاح هسې ګپ و، داخبره ځکه کوم چې د ولسمشر کرزي له دغو څرګندونو او خبرداریو درست یوه ورځ وروسته مې دده دیوه مرستیال ښاغلي کریم خلیلي خیرې واوریدې چې په دشت برچې کې یې دکابل دلویدیځ اوسیدونکو په یوه پراخه غونډه کې کولې.
دولسمشر دوهم مرستیال دنورو خبرو ترڅنګ خپل قوم ته یو ځل بیا دیووالي خبرې وکړې ورته ویې ویل چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې باید پراخه برخه واخلي څو موږ دا ځل په پارلمان کې ښه وکیلان ولرو ده داهم وویل چې په ولسي جرګه کې حتی یو منشي هم نه لري ده هڅه کوله پخپلو خبرو ناست خلک پوه کړي او نورو ته داسې وپاموي چې ګویا مطلب یې ټول افغان ملت دی په ولسي جرګه کې آن معاون یا منشي هم نه لرل څه معنا؟ ولسي جرګه خو اداري هیات لري چې په دموکراتیکه توګه درایې اخیستنې په پایله کې ټاکل شوي دي ، دغه ښاغلي داهم وویل چې پخپله یې دولسمشر دمرستیال په توګه هڅه کړې چې په ولسي جرګه کې په مشرتابه کې څوک ولري خو چې یو به کاندید شو بل به یې هم په مقابل کې ځان کاندید کړ نور استازي به نه پوهیدل کوم یوه ته رایه ورکړي او زموږ رایې به ویشل کیدې دا څه معنا؟ دده مطلب څوک دي؟ ده په زغرده دبهسودو غوندې دلته هم قومپالنه وکړه او خپل قوم ته یې وویل چې ښه غوږ دې ونیسي او داځل دې ښه متوجه وي چې ښه او متحد استازي ولري او دده په وینا بیا دری ځله له داسې ستونزواو دده په وینا اهانت سره مخ نه شي چې دا ځل په پارلمان کې ورسره مخ شول. دولسمشر دغه مرستیال خو ټولو ته معلوم دی چې ټول ذکر او فکر یې دخپل قوم لپاره دی نه دافغانستان لپاره، او تردې څو میاشتې دمخه یې هم دکوچیانو او بهسودو دخلکو ترمنځ په یوه حقوقي مسله کې دیوه قوم خوا نیولې وه چې دخلکو سخت غبرګونونه یې راوپارول او په حکومت یې دخلکو باور ته نور زیان هم ورساوو، خو داځل ځکه دتعجب وړ ده چې تردې دوه دری ورځې مخکې دوزیرانو هغې شورا چې دی یې هم په سرکې ناست وي دملي وحدت دزیانمنولو په تور ددوی یو رقیب ټلویزیون خپرونې بندې کړې او دده له دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې دده جمهور ریس رسنیو ته په دې اړه اخطار ورکړی و. دا نه یوازې یوه لویه بې عدالتي ده چې دیوه ټلویزیون بندیږي او بل هرڅه ویلای شي بلکې له خلکو سره نور شکونه او تشویشونه پیدا کوي دا څنګه کیدای شي چې ولسمشر دې یوه خبره وکړي او په سبا دې یې مرستیال نورې بابولالې ووایي دا زموږ هغه متل سړي ته وریادوي چې (زه څه وایم دنبوره مې څه وایي) دولس هیله داده چې ددوی له خوا ټاکل شوی حکومت یې باید په یوه خوله واوسي او دولس لپاره او دافغانانو دملي یووالي دساتلو لپاره په یوه خوله کاروکړي او دخبرو او عمل ترمنځ یې واټن نه وي.