ولسمشر غني استالف‌تخت هوټل پرانیست.

ولسمشر غني استالف‌تخت هوټل پرانیست.


  • 2 کاله دمخه (19/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1144

ولسمشر غني نن سهار د یو لوړ پوړي‌دولتي پلاوي په مشرۍ د کابل استالف ولسوالۍ‌ته د سفر پر مهال یاد تاریخي هوټل تر بیارغاونې وروسته‌پرانیست.

نوموړي د یاد هوټل په‌پرانیسته‌کې وویل، استالف ځانګړی‌ارزښت لري او له‌پخوا زمانو څخه تفریح ځای‌ او د کسب و‌کار او حلالې روزي مرکز و.  

هغه زیاته کړه، د اعلیحضرت‌محمد ظاهر شاه د دورې د اساسي قانون مسوده همدلته‌تدوین شوې وه. 

ولسمشر غني همدې‌ته په اشارې‌وویل، موږ د جګړې ویجاړي ابادوو او زموږ په اراده کې‌هېڅ ډول شک نشته.

د هېواد ولسمشر همداشان ټینګار وکړ، چې د استالف‌تخت هوټل په مدیریت‌کې دې د دې‌ولسوالۍ خلکو ته واضح‌لومړیتوب ورکړل شي او په دې هوټل‌کې دې د استالف د لاسي‌صنایعو یو دایمي نندارتون‌جوړ شي.

باید یاده شي، چې په‌وروستیو څو کلونو کې د ولسمشر غني د فرمان له‌مخې د افغانستان ګڼې‌تاریخي ودانۍ، چې تنظیموونکو جګړو ویجاړې کړې وې، بیا ځلې ورغول‌شوې.