خپلو هېوادوالو ته ډاډ دحقيقت په لټه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • پوهندوى محمد اسمعيل يون
  • 341

د ټلويزيوني بحثونو په لړ کې څو موده دمخه (اريانا) خصوصي ټلويزيون د کابل کنفرانس په اړه يو ګردى مېز جوړ کړى و. زه له نږدې څلورو پنځه مياشتو راهيسې ټلويزيوني بحثونو ته نه وم تللى. که څه هم په دې موده کې په لسګونو ځله او په ډېر ټينګار سره بېلابېلو خصوصي ټلويزيونونو بللى يم، خو نه مې غوښتل په ټلويزيونونو کې ډېر څرګند شم. اريانا ټلويزيون په دې ترڅ کې څو څو ځله بلنه راکړې وه، خو ما خپل عذر وړاندې کړى و. دا ځل د اريانا ټلويزيون يو وياند ښاغلي (لطيف محمود) په ډېر ټينګار راته وويل او د ښاغلي احسان الله ارينزي سپارښتنه يې هم راته وکړه، راته يې وويل چې ښاغلى (فاضل سانچارکى) د ((اپوزېشن)) او ښاغلى (وحيد عمر) د دولت په استازۍ او تاسې د پوهنتون د يوه استاد په توګه په دې ګردي مېز کې ګډون کوئ. که څه هم ما ښاغلي لطيف محمود ته وويل چې زه جلال اباد ته په سفر يم خو هغه ډېر ټينګار وکړ او هيله يې څرګنده کړه. لنډه دا چې اريانا ټلويزيون ته لاړم، زه (يون) او ښاغلى سانچارکى تر ټاکلي وخت لږ دمخه ورسېدو. تر بحث وړاندې مو پر فرهنګي مسايلو يو څه شخصي بحث وکړ، ګردي مېز ته لا لږ وخت پاتې و چې ښاغلى عبدالحفيظ منصور هم سټوډيو ته راننوت، که څه هم ښاغلي محمود ماته د منصور په اړه نه وو ويلي، خو ما ځکه په بحث کې ګډون وکړ چې بيا دا ښاغلي فکر ونه کړي چې دى (يون) ګنې زموږ د ځواب نه دى. تر دې دمخه ما له ښاغلي منصور سره دوه بحثونه يو په (اريانا) او بل په (طلوع) ټلويزيون کې تېر کړي وو، هلته ماته د ښاغلي منصور د منطق وزن معلوم و چې په کومه کچه دى. هغه دواړه بحثونه د منطق، زغم، استدلال او سياسي پرنسيپ له مخې دې ښاغلي بايلولي وو. هغه وخت ماته د منصور منطق او اوسېله ښه معلوم شوي وو؛ هر ځل چې بحث پاى ته رسېدلى، نو ده له خداى پامانۍ پرته يو څو ترخې خبرې خوشې کړي او بيا همداسې په منډه له سټوډيو څخه وتلى دى. يو ځل يې په اريانا ټلويزيون کې تر بحث وروسته په ډېره ترخه او مسخره ييزه لهجه وويل: (( او يک کتاب شما را خواندم)). ما ورته وويل: ((ما هم او دوکتاب تانرا خوانديم)) ده وويل: (( ما خو هشت کتاب نوشته کردم، تو کدام اش خوانده ايد؟)) ما ورته وويل: (( ما سى و سه عنوان کتاب نوشته کرديم تو کدام اش خواندى؟)) همدې سره په ډېره بيړه له سټوډيو څخه ووت.
په طلوع ټلويزيون کې د ( صد روز نخست) پروګرام کې هم له سختې ماتې سره مخامخ شو، هلته هم کله چې بحث خلاص شو له خداى پامانۍ پرته له سټوډيو څڅه ووت، په تلو تلو کې همداسې ځان سره ګړبېده. خداى حاضر دى چې دا دواړه ځله زه تصادفاً له ده سره مخامخ شوى يم، کېدى شي دى دمخه خبر و، خو زه خبر نه وم، دا درېيم ځل هم همداسې و.
کله چې د بحث وخت نږدې شو، نو د پروګرام چلوونکي ښاغلي (نصير احمد فياض) ښاغلي لطيف محمود ته وويل: ((څنګه شو د دولت نماينده؟)) هغه وويل: ((راروان دى)) څو دقيقې وروسته ښاغلى (رفيع فردوس) چې د حکومت د رسنيو مشاور دى، راننوت، بحث پيل شو، دا بحث کېدى شي اکثرو ليدونکو ليدلى وي، قضاوت به يې هم پرې کړى وي، زه نه غواړم هغه خپرې شوې خبرې بيا تکرار کړم، خو زه غواړم هغه څه چې سانسور شول او نشر نه شول او دا چې تر بحث وروسته څه پېښ شول؟ پر هغو لنډه رڼا واچوم:

لومړۍ سانسور شوې برخې ته راځم:
ما د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: ((حکومت په عمومي ډول له دوو کټه ګوريو خلکو جوړ دى: يوه تنظيمي برخه ده او بله د روښنفکرانو برخه، تنظيمي برخه د تنظيمي ملاحظاتو او روښنفکره برخه د خپل ظرفيت او کفايت له مخې په حکومت کې ونډه لري.)) کله چې ښاغلي منصور ته بل ځل نوبت ورسېد، نو ويې ويل: (( اگر جامعه جهانى در افغانستان حکومت درست ميخواست چرا يک شخص (کرزى) بيسواد سر مردم تحميل کرد)) و اينها (يون) که از روشنفکران نام ميبرد، اين روشنفکران را ما (دزدان کمپيوترى) ميگويم)).
ده نورې هم ډېرې خبرې وکړې چې اکثره هغه نشر شوي، خو دا پورته دوه غټې خبرې يې نشر نه شوې، زما هم ډېرې خبرې نشر شوي، خو دده د دې پورته دوو خبرو ((بيسواد)) او ((دزدان کمپيوترى)) ځواب يې نشر کړ. ددې دوو سپوره الفاظو په باب زما ځواب داسې و: ((سواد په دوه ډوله دى: يوه ته رسمي سواد وايي او بل ته نارسمي، رسمي هغه ته وايي چې يو څوک له لومړي ټولګي څخه بيا تر فاکولتې پورې پروسه طى کړي او نا رسمي هغه ته وايي چې يو څوک له خپلې ټولنې څخه سم برداشت ولري او هغه سمه تحليل کړي، مهمه نه ده چې دى دې رسمي سواد ولري. اوس خو ټوله دنيا پوهېږي چې کرزى د سواد دا دواړه ډولونه لري، دا چې ته يو باسواده سړي ته بېسواده وايې، زما ستا پر سواد شک پيدا شو چې ته سواد لرې که نه؟ هو کرزى دا سواد نه لري چې کعبه کې قسم وخوري او بيا يې تر پښو لاندې کړي، که دا د سواد برخه وي نو تاسې بيا په دې کې اول ياستئ. دا چې ته د هېواد روښنفکرانو ته، چې خپل فکر او ټول توان د هېواد د ابادۍ لپاره لګوي ((دزدان کمپيوترى) وايې دا نو ستا د اخلاقو نمايندګي کوي. پاتې شوه اصلي موضوع، نننۍ موضوع کابل کنفرانس ته ځانګړې شوې ده، حاشيې ته بايد لاړ نه شو، پر اصلي موضوع بايد بحث وکړو...))
کله چې مې د شپې (اريانا) ټلويزيون تعقيب کړ، زما د خبرو پر پورتنۍ برخې سربېره يې زما د خبرو يوه بله اساسي برخه هم سانسور کړې وه. د شپې مې لطيف محمود، نصيراحمد فياض، حاجي صيب اسمعيل (د اريانا ټلويزيون سرپرست) او احسان الله ارينزي صيب ته چې دا مهال په هالنډ کې وو، ټلېفونونه وکړل، حاجي صيب اسمعيل وويل: ((موږ ته ټلېفون وشو چې دا بحث بايد قطع کړو.)) دا چې چا ټلېفون کړى و، معلوم نه شو، زما په ډېر ټينګار يې بحث سهار لس بجې بيا کېښود، زما د ځوابونو يوه برخه يې ورسره کېښودله، خو هغه برخه چې پورته مې ورته اشاره وکړه او ځينې نورې بيا هم ترې کټ شوې وې.
اريانا ټلويزيون بيا د بهر لپاره دا مرکه نوره هم کټ کړې او هغه برخه چې اوس (You Tube) ته پورته شوې، هغه هم نيمګړې ده. د اريانا ټلويزيون سرپرست ښاغلي حاجي اسمعيل په دې پلمه چې هغه (منصور) جمهور رئيس ته سپکې سپورې کړې وې او دا زموږ پاليسي نه ده چې دا ډول کنځلې نشر کړو. د مرکې د مهمې برخې د قطع کېدو علت وګاڼه. ما ورته وويل: ((تر دې دمخه هم همدې ښاغلي منصور د همدې اريانا ټلويزيون له لارې تر دې ډېرې سپوره کلمې، هم ښاغلي کرزي او هم خپلو نورو مخالفانو ته کارولي، هغه تاسې نشر کړي خو دا ځل يې چې منطقي ځواب ويل شوى، هغه نه نشروئ؟.
زما دلايل که هر څومره پرځاى وو، خو د سانسور مخه يې ونه شوه نيولاى.

اوس راځم دويمې برخې ته!
کله چې بحث خلاص شو، ما له خپلې کورتۍ څخه ميک خلاصوه، زه پر څوکۍ ناست وم، دا وخت منصور ودرېد، په ډېره قهرجنه لهجه يې وويل: ((تو وجدان دارى؟)) ما وويل: ((مشکل دې څه دى؟)) دى نور هم ګرم شو (( به خدا مى کشم ات)) ما وويل: ((اعصاب دې پرځاى دي که نه؟)) بيا يې ما ته وويل: (( تو انسان هستى؟)) ما ورته وويل: (( زموږ او ستاسې اختلاف تر دې مېزه پورې و، ته چې بحث ته راځې بايد د بحث اوسېله ولرې، د يوه افغان په شان، د يوه انسان په شان او د يوه مسلمان په شان بايد خبرې وکړې!)) دى نور هم ګرم شو، له خولې يې لاړې بادېدلې، ويې ويل: (( گوش کو! من افغان نيستم، کسى که مرا افغان ميگويد، بد ميکند.)) ما وويل: ((خير که افغان نيستى ما همرايت هيچ مشکل ندارم ما خو همراى پاکستانى و ايرانى گپ نميزنم، تو که افغان نيستى خير چرا يکبار خود را به رياست جمهورى انتخاب کردى و دوبار هم به پارلمان؟ قانون اساسى افغانستان ميگويد کسى که افغان باشد حق دارد رايه بگيرد و رايه بدهد، به خارجى ها اين حق را نداده)). دې سره نور هم په جوش شو، رابرګ شو، زما کورتۍ ته يې لاس راوړ، ما ورته وويل: ((چې منطق درسره نه وي او د بحث اوسېله نه لرې هېڅ بحث ته مه راځه، اول خپل کور کې مشوره وکړه بيا بحث ته راشه او که ته رښتيا هم د منطق خاوند يې له اريانا ټلويزيون څخه به لايف وخت واخلو، دواړه به ازاد بحث وکړو.)) ده نور هم خپل کنټرول له لاسه ورکړ، غوښتل يې زما غاړې ته لاس راوړي، ما يې لاس ونيو، دا مهال په سټوډيو کې ولاړ کسان (فياض، سانچارکى، محمود، فردوس او څو تنه نور ترمنځه شول، سره جلا يې کړو، دى د دېوال خواته دوو تنو له لاسونو نيولى و او زه هم دوه تنو نيولى وم. دى که څه هم دوه تنو نيولى و خو خوله يې تړلې نه وه، د يوه کوڅه ډب شخص په توګه يې چې څه خولې ته ورتلل، هغه يې بادول، هغه کنځلې چې ده کولې د کاغذ پرمخ يې لا تراوسه د ليکلو کلتور نه شته، يو ځل يې بيا کنځلې تکرار کړې او غوښتل يې پر ما ګوزار وکړي، دې کې نو زه هم پرځان پوه شوى نه يم چې څنګه مې ځان له دې دوو تنو خلاص کړى، زما يوه لغته خداى پاک دده پر سينه ور برابره کړه، جک يې نارې کړ او دى دېوال سره وموښت.
ګوره حمزه خوله په خوله چې نه شې لــه رقيب سره
تـــاتــه دې ښــکاره چـــې د سړو خـبرې نورې دي.
دې کې خلکو سره خلاص کړو، دى له سټوډيو څخه په وتو شو، خو تر اخره يې کنځلې کولې، ما ورته وويل: ((ستا کرکټر ستا له دې خولې څخه معلومېږي)) ښاغلي سانچارکي ته مې وويل: ((دغه دي ستاسې د جبهه يانو اخلاق، کله چې د بحث اوسېله نه لرئ ولې بحث ته راځئ؟)) سټوډيو کې ټول اته نهه کسان وو، پر ټولو مې غږ کړ: ((وګورئ اخلاقو ته يې، په دې به هم سبا څوک ملامت وي چې خوله يې ورسموي، تاسې ټول دې شاهدان ياست چې نن ده دلته کوم الفاظ استعمال کړل؟)) لطيف محمود ته مې وويل: ((زه دوه غوښتنې لرم: يو دا چې دا شوى بحث به کټ مټ نشروئ او بل تر بحث وروسته چې ده کوم حرکت کړى ددې فلم به ماته راکوئ!)) هغه وويل: ((بحث خو کټ مټ نشروو، خو تر بحث وروسته جريان نه دى ثبت شوى، ځکه چې موږ خپلې کمرې ګل کړې وې.)) ما ورته بيا وويل: ((هسې نه چې سبا خپله دا ملامتي پر بل چا وانه چوي؛ دوى همداسې دي.))
په دې کې ده نورې هم ځينې سپوره ترخې خبرې باد کړې خو غټ ټکي يې همدا وو. دا چې ولې ښاغلى منصور د انفجار دې مرحلې ته ورسېد، اوس راځم دې خبرې ته: ددې کار يو علت شايد دا وي چې کېدى شي د هغه کرکټر او اخلاق همداسې وي؛ د يوه منطقي دوه اړخيز بحث اوسېله نه لري، بل علت دادى چې د اوو اتو کلونو په بهير کې د نظار شورا او اسلامي جمعيت،ويندويانو، خبرلوڅو او ((مفکرينو)) د ازادې ميډيا تر چتر لاندې د رسنيو يوه تنظيمي امپراتوري جوړه کړې وه، يوازې دوى د خبرو فاتحين وو، په هر بحث کې به هم ځانته او هم جوړه جوړه راڅرګندېدل او چا يې خبره ورتاوه کړې نه وه.
د تېرو درې څلورو کلونو په ترڅ کې څو تنو ملتپالو افغانانو خپل هېواد او ملت سره د مينې او پر لوى الله(ج) د توکل په قوت د دوى دا امپراتوري ونړوله، دا چې ددې نامشروع رسنيزې امپراتورۍ په نړولو کې چا اساسي نقش درلود، دا قضاوت لوستونکو ته پرېږدم؛ کاغذي فيلان او کاغذي اتلان نور د حقيقت د ويندويانو پر وړاندې د منطقي بحث د تداوم جوګه نه دي، نو ځکه دوى دې ډول عمل ته لاس اچوي. هر کله چې ته يو څوک د منطق په توره مات کړې، نو د ماتې خوړلي لومړى حرکت به بې ځايه احساسات وي، دويمه مرحله به يې کنځاوې او سپوره خبرې وي او درېيم حالت يې همدا فزيکي لاس اچونه ده. پر ښاغلي منصور او د نظار شورا پر نورو ((بلبلانو)) دا درې پړاوونه اوس اوس د تېرېدو په حال کې دي، د دوى غټه وسله چې نور به يې پرې په اصطلاح لاځوابه کول هغه (جهاد) و، ما له ده سره په يوه ټلويزيوني بحث کې د جهاد له اصلي او فرعي، حقيقي او جعلي يا پروتوکولي څېرو څخه پرده پورته کړه، نور دوى هغه وسله د دې مجاهد ولس پر ضد نه شي استعمالولاى، همداسې د ((مقاومت))، ((اپوزېشن))، ((ديموکراسي)) او نورو اصطلاحاتو څخه د ناوړه ګټې اخيستنې ټولې لارې مې پرې وتړلې، نو کله چې پر دوى د منطق ټولې لارې بندې شوې، نو ځکه يې دې ډول عمل ته لاس واچوه.
ښاغلي منصور هلته په سپکو سپورو بسنه ونه کړه، تر هغه وروسته بيا د ښاغلي رفيع فردوس په وينا، هغه ته يې هم سپکې سپورې وکړې، تر هغه وروسته يې بيا خپلو تنظيمي انډيوالانو ته هم ځان ور رسولاى و، غوښتي يې وو، دې پېښې ته بله بڼه ور کړي. دې ښاغلي د جمهوري رياست او په تېرو پارلماني انتخاباتو کې تر ناکامۍ وروسته يو ځل بيا له کابل څخه ځان ولسي جرګې ته کانديد کړى دى، غواړي په دې ډول يوه ماجرا پيدا کړي او خپل ځان په کې د پخوا په څېر کاذب شهرت ته ورسوي. ما نه غوښتل د وړو اشخاصو دا ډول چلندونه د رسنيو مخ ته راوباسم، خو څرنګه چې دوى له دې حالت څخه هم ناوړه ګټه پورته کوي او پېښې ته بل ډول رنګ ورکوي، نو ځکه مې دا ليک وليکه. اکثره ملتپال افغانان هم د وخت د نزاکت په پام کې نيولو سره د سياسي چارو د کارپوهانو په بڼه د ځينو جنګسالارانو چلندونو ته په ژوره توګه متوجه دي، هغوى ته د وضاحت او ډاډ په خاطر مې هم دا کار غوره وباله.
واقعيت دادى چې افغانستان کې د اوسنيو ازادو رسنيو اکثره برخه په مستقيم او نامستقيم ډول د يوه فاشيست او متعصب تنظيمي انحصار په منګولو کې راګير ده. دوى غواړي خپل دې ډول انحصار ته دوام ورکړي، نو که يو څوک له يوې وړې کړکۍ څخه هم ددې نامعقول تنظيمي انحصار د ختمولو او د هېواد د ملي ګټو د خونديتابه لپاره کار کوي، د دوى له خوا به له ډول ډول ګواښونو سره مخامخېږي، ان په مستقيم او نامستقيم ډول به د ځينو رسنيو له خوا هم ټکول کېږي. زه خپلو مظلومو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې نور نو د منطق په ډګر کې د افغانستان د ملي هويت د مخالفينو زور اوبه شوى، يوازې د پرديو تر سيوري لاندې يې خپل څه ناڅه جنګسالاريز قوت او خصلت ساتلى، هغه به هم د لوى رب په فضل يو وخت د باد بڼکه شي. موږ د حقيقتونو د لټون او بيان لړۍ پيل کړې، هيله ده دا حقيقتونه يو وخت پر واقعيتونو بدل شي. د افغانستان د لا سرلوړۍ او د هغه د دښمنانو د لا سرټيټۍ په هيله.
ستاسو ټولو
يون