د طالبانو له روزنیزو مرکزونو د ملا برادر لیدنه د اندیښنې وړ ده

د طالبانو له روزنیزو مرکزونو د ملا برادر لیدنه د اندیښنې وړ ده


  • 3 کاله دمخه (25/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 967

 

بهرنیو چارو وزارت د هغې ویډیو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې چې ملا عبدالغني برادر په پاکستان کې طالبانو ته پکې وینا کوي.

بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پاکستان ته د طالبانو د استازو سفر هم هیله بښونکی او هم د اندیښنې وړ دی.

خبرپاڼه له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو د مشرانو لیدنو ته په اشارې چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي هیله مندي ښي.

خو په عین حال کې په دغه خبرپاڼه کې د طالبانو له روزنیزو مرکزونو د ملا برادر لیدنه او هغوي ته وینا چې په پاکستان کې د یادې ډلې د مشرانو له موجودیت څخه پرده پورته کوي، خواشیني او اندیښنه څرګنده کړې.

په دغه ویډیو کې چې دوه ورځې وړاندې په ټولنیزو پاڼو کې خپره شوه، ملا برادر ظاهرا د کراچۍ ښار په یو روغتون کې د طالبانو د ټپیانو له پوښتنې وروسته طالب جنګیالیو ته وینا کوي.