د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له ایران سره د هوکړې د ملاتړ لپاره د تهران د توغندیو د پروګرام د محدودولو په ګډون شرایط وړاندې کړي دي.
نتنیاهو له فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوه مرکه کې د یورانیمو نه غني کول، د هغو بالستیک توغندیو بندول او د ترهګرۍ محور پرېښودل د خپلو اصلي شرایطو په توګه یاد کړي دي.
د اسرائیلو لومړي په وینا، که ایران له دې درېیو شرطونو سره هوکړه وکړي، نو په هغه صورت کې به دا یو متفاوت حکومت وي.
نتنیاهو دا مرکه تېره اوونۍ واشنګټن ته په خپل سفر کې چې له ډونالډ ټرمپ سره یې وکتل او د نورو مسائلو ترڅنګ یې د ایران او په غزه کې د جګړې په اړه بحث وکړ، کړې ده.
د امریکا ولمسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ له نتنیاهو سره تر کتنې وړاندې وویل، په دې لیدنه کې به د اسرائیل او ایران ترمنځ د کړکېچ د "دایمي حل" هڅه وکړي.
د اسرائیلو لومړی وزیر دا شرایط په داسې حال کې ټاکلي چې ایراني چارواکي ټینګار کوي د یورانیمو له غني کولو لاس نه اخلي او زیاتوي، د خبرو مېز ته د بیا ستنېدو په صورت کې به یوازې پر اټومي پروګرام خبرې وکړي.