خلیل‌زاد: چین پر بګرام هېڅ کنټرول نه لري

خلیل‌زاد: چین پر بګرام هېڅ کنټرول نه لري


  • 23 ساعته دمخه (12/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 114

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې بګرام هوایي اډه د چین په کنټرول کې ده.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: ‏»زه باور لرم چې دا راپور چې کمونیست چین اوس د بګرام ستراتیژیکه هوايي اډه اداره کوي، ریښتیا نه ده.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ ادعا کړې وه چې د امریکا تر وتلو وروسته، بګرام هوایي اډه اوس د چین په واک ده.

ولسمشر ټرمپ په وار، وار ویلي چې که هغه وخت ولسمشر وای، نو بګرام هوایي اډه یې نه پرېښودله.

سرپرست حکومت تر اوسه د خلیلزاد څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې پر بګرام د چین کنټرول رد کړی وو او ویلي یې وو چې دغه اډه به د هېچا په واک کې ورنه کړل شي.

د یادونې وړ ده چې بګرام د امریکا شل کلن حضور پر مهال تر ټولو ستره هوایي اډه وه چې دغه هېواد ترې د پوځي موخو لپاره کار اخیسته.