په دې لیدنه کې حسین اوني بوستالي د خپلو هڅو پر دوام ټینګار کړی او د افغانستان د سولې په پروسه کې یې د مثبتې پایلې هیله کړې ده.

په دې لیدنه کې حسین اوني بوستالي د خپلو هڅو پر دوام ټینګار کړی او د افغانستان د سولې په پروسه کې یې د مثبتې پایلې هیله کړې ده.


  • 4 مياشتي دمخه (09/02/2021)
  • خالد سهار
  • 139

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس، ډاکټر ډاکټر عبدالله عبدالله د اسلامي همکاریو د سازمان له سفیر حسین اوني بوستالي سره نن له غرمې وړاندې په سپیدار ماڼۍ کې مخه ښې لیدنه کړې.

 

د ملي مصالحې عالي شوار دفتر وایي، ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې د ملاتړ او د جنګ د غندلو په برخه کې د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیو او مثبت رول ادا کولو څخه خوښي څرګنه کړې ده.

 

له دغې شورا څخه په خپرې شوې خبر پانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې بوستالي په افغانستان کې د خپل ماموریت او له کړیو فعالیتونو څخه خوښي ښودلې او نوموړي په همدې تړوا عبدالله عبدالله سره ټول معلومات شریک کړي دي.

 

بوستالي افغانستان ته د خدمت په پروسه کې د خپلو هڅو د دوام ټینګار کړی دی او هیله یې ښودلې چې د سولې راوانې هڅې به مثبته پایله ولري.