طالبان دپاکستان د آی ایس آی او نورو استخباراتي شبکو په خدمت کې


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • عبدالولي حقمل
  • 288

دمخه مو هم په دې اړه چې طالبان دپاکستان امریکا او سیمې داستخاباراتي سازمانونو له لارې رامنځته شوي او داسلام له سپیڅلي نوم څخه په استفادي سره زموږ بې ګنا ه خلک وژني او په تیره بیا پښتنو ته یې تاوان رسیږي، ډیرې لیکنې کړې.
خو یا غولیدلو طالبانو یا دهغوی پلویانو چې ددوی اصلي څیره ورته څرګنده نه ده زموږ په ځواب کې دهغوی دجهاد او اسلامیت خبرې کړې وې.
خو له موږ سره داسې ډیر اسناد شته چې طالبان له پردیو سره تړي.او د طالبانو په وسیله دنړی سترملت پښتون تباه کوي، دوی ته دنده سپارل سوې چې یوازې دپښتنو په سیمه کې سر رااوچت کړي ، یوازې پښتانه ووژني ، یوازې دپښتنو مکتبونه وسوځوي، یوازې پښتون معلم او مامور ووژني، یوازې دپښتنو په سیمه کې دبیارغونې مخه ونیسي ، یوازې دپښتنو په سیمو کې دسرک اینجنیرووژني،یوازې دپښتنو په سیمو برید وکړي،یوازې پښتون محصل له درسه وباسي،یوازې پښتون ددولت کارکوونکی له وظیفې منع کړي چې میدان نورو قومونو ته خوشی شي،یوازې پښتون دطالبانو له خپلو اصلي بادارانو امریکا او انګریز سره دارتباط او جاسوسي په تور حلال کړي یوازې یوازي .... یوازې پښتون. او یوازې دپښتون وطن یعني افغانستان دترقي له کاروان څخه وروسته پاتې کړي.
په کابل کې قانوني ،محقق، دوستم ،عبدالله او نور جنایتکاران سرې سترګې ګرځي خو طالبان یوازي پښتانه وژني هو یوازي پښتانه ددوی دښمنان دي ځکه چې آی ایس آی او سي آی ای دپښتنو دښمنان دي.
دافغانستان په نورو سیمو کې کارونه او تحصل روان دی خو یوازي دطالبانو له لاسه په پښتنو ټکه را لویدلې ده ددوی له لاسه دپښتنو په کورونو ددوی دبادارانو امریکایانو یرغلونه هم کیږي په سپیو هم خوړل کیږي او نور تاوانونه هم ورته رسیږي،امریکایانو په دا څو کلونو کې ډیر جنایتونه دپښتنو په سیمو کې دطالبانو په لمسون وکړل.ایا داسي کوم بل مثال دغیر پښتنو په سیمه کې هم څوک راکولی شي؟؟؟
امریکایان خو همدغه امریکایان دي داڅنګه چې هزاره،پنجشیري،ازبک اوبل ته سرک جوړوي،کور جوړوي،جومات جوړوي ،مکتب جوړوي او دپښتانه په سیمه کې پښتون وژني ولې؟
ځکه چې ددوی غلام طالب هرڅه دپښتون په سیمه کې کوي خارجیانو او طالبانو په ګډه پریکړه کړې چې پښتون ووژني او ورک یې کړي.
شاید طالبان او هغه څوک چې دطالبانو اصلي څیره ورته څرګنده نه ده  ووایي چې زه به داوسني حکومت طرفدار یم. نه هیڅکله نه.
زما پلار په جهاد کې له روسانو سره په مخامخ جګړه کې شهید شوی ورور مې اوس هم معیوب دی زه له وطن سره ډیره مینه لرم دغه  سندونه هم په همدې مینه دلته رااخلم ماته طالبان ښه معلوم دي چې دا وطن دپردو په اشاره تباه کوي.
 په دغه سند کې چې تاسې به یی اوس ولولی دهلمند طالبي والي دپاکستان له استخاباراتو څخه چې زموږ تاریخي دښمنان دي په جګړه کې دجنګي وسایلو او نوري مرستي غواړي .تر دې نو لوی ثبوت چیرته دی چې دوی له آی ایس آی سره تړي  له امریکایانو سره دطالبانو ارتباط خو دلمر غوندي هر چاته څرګند دی انکار تري نه کیږي او طالبانو ته تنخوا او ټول وسایل امریکایان ور کوي دادی وګورﺉ دطالبانو اصلي څیره.
نور سندونه به هم ډیر ژر په لیکه شي. نو اوس پوه شولې اولسه چې دڅه لپاره جنګ دی؟؟؟