ملګري ملتونه سرپرست حکومت ته: ځینې تګلارې مو بدلې کړئ

ملګري ملتونه سرپرست حکومت ته: ځینې تګلارې مو بدلې کړئ


  • 9 ساعته دمخه (08/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 81

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره له سرپرست حکومت غوښتي چې خپل ځینې تګلارې پای ته ورسوي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.

ملګرو ملتونو په دې پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د بشري، اقتصادي او د بشري حقونو د وضعیت خرابېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا پرېکړه لیک د ۱۱۶ موافقو، ۱۲ ممتنعو او د امریکا او اسرائیل له خوا دوو مخالفو رایو سره تصویب شو.

په دې پرېکړه‌لیک کې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې په افغانستان کې څو اړخیزو کړکېچونو ته اشاره شوې او له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې له افغانانو ملاتړ وکړي او د بشري حقونو، سولې او ثبات لپاره نوې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت په وار، وار د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او ټینګار یې کړی چې ستونزې او اندېښنې دې د تعامل له لارې شریکې کړای شي. 

افغان چارواکي همدارنګه د سرپریست حکومت استازي له حضور پرته دا ډول ناستې بې اغېزې بولي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورسپارلو غوښتنه کوي.