ملګرو ملتونو افغانستان کې د وچکالۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو افغانستان کې د وچکالۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې


  • 1 ورځ دمخه (07/07/2025)
  • سمسور نیوز
  • 58

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکې وچکالۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې وچکالۍ کروندې او د کلیوالو ژوند سخت کړی چې له امله یې کروندګر له درنو زیانونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان همدارنګه وايي چې د ژوند ژغورنې ملاتړ چمتو کوي؛ خو د غبرګون د کچې لوړولو، د راتلونکي فصلونو خوندي کولو او د ژور بحران مخنیوي لپاره په بېړني ډول ډېرو سرچینو ته اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې دغه سازمان تېره اوونۍ هم ويلي وو چې شدیده وچکالي د افغانستان له شمالي، شمال لودیځ او شمال خیتځو سیمو اوس ټول هېواد ته غځېدلې ده.

د افغانستان ډېری خلک په ځانګړې توګه د لرو پرتو سیمو اوسېدوونکي چې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي، په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي سیمو بې‌ځایه شوې دي.