د افغانستان بانک سبا چهارشنبه (د چنګاښ ۱۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.
یاد بانک په یوه خبر پاڼه کې له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرګینه زیاتوي چې داوطلبۍ ګټونکي باید خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د یادونې ده چې نن د کابل په بازارونو کې یو امریکایي ډالر ۷۰ افغانۍ او ۱۰ پوله تبادله کېږي.
د افغانستان بانک وخت ناوخت د افغانیو ارزښت ساتلو په موخه امریکایي ډالر لیلاموي.