د غور ولایت مرکز فیروز کوه ښار اړوند په بند باین لاره د یوه زاړه ماین چاودنې له امله د یو ماشوم په ګډون دوه تنه مړه شوي او یو بل ټپی دی.
سیمهییزې سرچینې وایي چې دغه پېښه نن هغه مهال رامنځته شوه چې ملکي کسان له خپلو څاریو سره یو ځای له دې لارې تېرېدل.
د سرچینې په خبره، ټپي کس د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوی دی.
په ورته وخت کې د غور د والي ویاند رصاص بدري هم پېښه تائید کړې؛ خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې پخواني ناچاوده مایونونه او نور مهمات وخت ناوخت له خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو قرباني اخلي.