‎درد

2020-11-09

څه که ته هم سیوری

‎زه هم سیوری یم؟

‎څه که مینه وهم وي

‎او تنهایي دروغ

‎څه که ژوند ساه نه لري؟

‎څه که زمونږه زړونه

‎لکه سپوږمۍ خپله رڼا نه لري؟

‎څه که ړانده یوو مونږه؟

‎څه که باڼه مو رپېدا نه لري؟

‎څه که سکون کاذب وي؟

‎څه که کتاب ټکی رښتیا نلري؟

‎څه که موږ نه یوو روان؟

‎څه که مو دا پلونه مانا نه لري؟

‎څه که دا ستا لاسونه بل نڅوي؟

‎او یا زما لمنه بل څرخوي؟

 

‎څه که ته وریځه یې

‎او زه هم لړه یم؟

‎څه که بادونه مو په یوه ساه یوسي؟

‎څه که دا هر څه انعکاس د بل څه؟

‎څه که له مونږه سره نه دي، مل څه؟

‎څه که زما خبرې زما نه دي؟

‎او یا د تا کیسې د تا نه دي؟

‎څه که داغونه مو رښتیا نه دي؟

‎څه که ساه ګانې مو روا نه دي؟

 

‎څه که دا کرښې هم دروغ وختې

‎څه که د لمر وړانګې هم نه ښکارېدې؟

 

***

‎که زه تور سیوری یمه

‎او ته هم وهم، وهم

‎که دغه هر څه له وریځو جوړ وي

‎او یا دا هر څه یو انځور د بل څه

‎که مې خپل ځان هم زما خپل نه وي

‎خو دا یو درد!

‎دا دې زما واوسي

‎بس دغه یو درد دې رښتیا واوسي

‎خو دا یو درد!

‎دا دې زما واوسي

‎بس دغه یو درد دې رښتیا واوسي