غزل

2020-09-21

زړه مې پرې بایللی دی ستا صورت سبحان الله
واه یاره ډیر ښکلی دی سـتا صورت سبحان الله

تل یم تصورکې ستا زړه نـــه مې هیڅ نه وځې
سم پکی نغښتلی دی ستا صورت سبحان الله

ستا مین په تاپسې تـــــل په دښتوغرو ګرځي
روغ لیونی کړی دی ســـــتا صورت سبحان الله

ووایه نو زړه بــه مې بـــل له خدایه څه غواړي
داچې یی ګـــټلی دی ستا صورت سبحان الله

ما په دې نـــړۍ کې بل داسې صورت ونه لید
ځکه مــامنــــلی  دی ستا صورت سبحان الله

دا زماد زړه دنـــیا ســــمه پــــــرې روښانه ده
ستوری ځلیدلی دی  ستا صورت سبحان الله

وګوره مظلوم ته لـــــــږ رحم یی په حال وکړه
دارته رسولی دی  ســــتا صورت سبحان الله