غزل

2020-09-21

خدای پامانۍ څه وه،بس زر کېنستم
لۀ تا په پښو تلمه،په سر کېنستم

صبر،دخپلې مور د پوندو چاودې
زما په سر راوست چکر کېنستم

تاویل خاورې!ماوېل،ځاااار،ودرېدم
تاوېل پکار مي دي سره زر،کېنستم

تۀ په زړه خوړین د تاج محل دننه
زۀ مسک د سیوري په څادر کېنستم

دشېبو نېښ نېښ مي خوري ویني د زړه
د انتظار د مار په سر کېنستم

مړ وم،اخر مي د یوې چغې په لاس
وټکولو د خدای ور،کېنستم

فقط،لحد، لوحه،جنډه مي نه وه
ځانته له ځانه چي بهر کېنستم

د رڼا ضد ښار کي زۀ تل ایثاره!
په هر یو وره کي لکه لمر کېنستم