داسي چي دغه نازولى ژوند مي
دا ستا په مينه باندي ښكلى ژوند مي
چي ټوله ما لره انعام، انعام دى
چي ټول د ښكلو كوثرونو جام دى
چي دغه ژوند كي زه په مينه، مينه
كړم د الله سره خوږې خبري
هم هر سهار او هم د شپې خبري
داسي ژوندون چي يو منصور يې لا هم
د دار په سر كي په ارمان خوښوي
لكه مومن چي سپين قران خوښوي
يا لكه څوك چي ټينګ ايمان خوښوي
په ما هم داسي ګران دى
دا نازولى ژوند مي
دا ښكلى، ښكلى ژوند مي
خو مګر ستا هغه يوه خبره
چي هيڅ مي نه هېريږي
چي را ته تا په غوږ كي پټ وويل:
(( ژوند كي درناوى احساسه مه غواړه
موږه پښتانه يو تل مزار لمانځو)) ۱
او په جواب كي درته ما وويل
چي هغه وخت يې نو بيا زه څه كوم
چي را ته رنګ په رنګ ګلونه راوړې
او زما پر قبر يې هم وغوړوې
او يا په بله ژبه :
(( وي هغه آن چي مي له وجوده څخه ساه ختلې
زما د ژوند پر ارمانونو لو بلا ختلې
بيا كه مي ته په تودو اوښكو باندي ولمبوې
زما به وي درڅخه ټوله تمنا ختلې )) ۲
۱د زينب م سالك بيت
۲ د محمديار صاحب څلوريځه
۱۵/ ۴/ ۱۳۸۱ كندهار،پنځمه ناحيه