حسن نه د اور غوندې لوگې او نه لمبه کوي
حسن د مرض غوندې په زړۀ باندې حمله کوي
هغه د پښتو روايتونو چې پابند وو کلک
هغه ستړي مشي اوس د سر په اشاره کوي
څو چې يارانه د زورورو رقيبانو کړي
هومره ملامت نه دی که ماسره دوکه کوي
ښکلې د ديدن په بدل نغد له سړي زړۀ غواړي
داخو عاشقان دي چې په زړونو کښې قرضه کوي
سترگې د مړ سترگو ازلي له خمار ډکې دي
دا درته چا ويله لېونیه چې نيشه کوي
هغه لېونی خو خپل ښایست په سر اخيستی دی
مونږ سره به څرنگ په دې حال کښې يارانه کوي
ډېره غريبي مې ده بې وسه يم که زړۀ لري
وايه کبرجن جانان ته لږه دې گذاره کوي
حسن يې منم له حقيقت نه انکار نه کوم
حسن يې روزي شه خو خبره دې خوږه کوي
وچ راته انکار عمر دراز مروته نه کوي
کله چې رادرومي نه، نو بیا هم بهانه کوي