څومره ترخې دي زموږ د کلي کوڅې
د غم ميرې دي زموږ د کلي کوڅې
لاره دې بچه کړه پرې مه راځه نور
سړېخورې دي زموږ د کلي کوڅې
قدم دې ورو ږده په وينو نه شي
په وينو سرې دي زموږ د کلي کوڅې
دمينې غل په نيمه شپه راغلی
ځکه سړې دي زموږ د کلي کوڅې
تاوو د ګل پاڼو هديرو کې ګوره
جوړ هديرې دي زموږ د کلي کوڅې
تکله کېږده ،سبا څڼو کې ګل
نن که لمبې دي زموږ د کلي کوڅې