غزل

2020-09-21

نه ماښام  شته نه ســهر شـــته
نه ښادي شته نه اختـر شــــته

منګي مات او ګودر ړنګ شـــو
نه منګي شته نه ګــودر  شتـه 

پــــــه اســمان دود د بــــارودو
سپوږمۍ نشته نه هم لمر شته 

د الله  کـــور یی  شهـــید کړ
نه محراب شته نه ممبر شته

زمـــونږ ښــار د غم ولکـه کې
نه ناصــــر او نه سـرور شــته