دا چې ږدمه ورخطا ورخطا پلونه
لټوم د يوې ورکې رڼا پلونه
په دې دښته د ليلې کاروان تېر شوی
په دې زمکه کې انځور دي بلا پلونه
ځينې وپوښته صحراته باده! ورشه
خاورې شوي دي که شته دی زما پلونه
دغه شګې له زخمونو نه خواږې دي
بیابان دی ښکلومه د چا پلونه
لپې لپې وير يې څاڅي د غزل نه
شپون په وينوباندې ايښي دي بيا پلونه