لنډې كيسې

د شپې نوم

ما هم خپلې نامينځلې څڼې غوړې كړې او له نورو انډيوالانو سره د ډاډسن موټر په سورلي د كابل پر لوري روان شوو، زموږ د كلي د عُشر پخواني امر جمرود چې موږ ټولو به امر صاحب باله، لا يوه مياشت دمخه د چا په خوله احوال رالېږلى و چې يو ځل يې ليدلو ته ورشو، خو دا...

د ناوي بنګړي

ګريګوري زينوپولو دا يو ډول شنه بنګړي وو، بڼه يې مار ته ډېره ورته وه خو ډېر بد رنګه او بې مانا ښكارېل. كله چي ما په لمړي ځل د خپلي كوژدني په لاسونو كي وليدل نو په زړه كي مي وويل: هغې څومره خراب او بې ارزښته بنګړي اچولي دي، خير زه به ورته يو ډول ښه...

وېره

دنېستۍ نه پوزې ته راغلى وګردوړه يې په کور کې  نه وه پاتې ،په ذهن کې به رنګارنګ خبرې ورګرځېدې . کله به يې دغلا پلان جوړولو کله به يې ويل راځه فلاني ته ورشه که قرض درکړي ، کله به يې ويل نه فلانى يې نه راکوي فلانى به ښه وي . په همدې فکرونو کې و چ...

دتاج محل ننداره

سهار وختي مو ځانونه چمتول كړل، اودبهرنيووچارو دوزارت له خوا په راليږل شوي دولتي موټركى مودچودري صيب (دهندد بهرنيوو چارو دوزارت مامور) په ملتيا د اګرې ښار پرلورحركت پيل كړ. داچه سهاروختي وو نو پر سړكونو د موټرو ګڼه ګوڼه هم نه وه. له واټونو څخه تېرېدو،...

نندارچي

د نندارچي د نوم په اورېدو یا لیدو به ښایي تاسو ته د نندارچیانو ګرم احساسات او له پېښو سره د هغوی دلچسپي در په زړه شي. که پورته مو زما نوم لیدلی وي نو فکر وکړﺉ چې زه هم یو له هغوی څخه یم، دا څو کاله مې د خدای (ج) په دې اړته نړۍ کې ډېرې لوړې ژورې ولیدې...

ناشناس

مولوي شکور چې څنګه له جوماته کورته راننوت، وارله مخه يې راډيو ولګوله څنګه چې يې راډيو ولګوله، په راډيو کې کومې ښځينه سندر غاړې سندره بلله، مولوي ژر د راډيو ستنه بله ځاى ته وخوزوله، او په قهر له ځانه سره ګډ شو: که نارينه جک وهي، نارينه دي خداى بې لار...

د مرګ پريښتې ته ‏

د ژ وند د ساړه ژمي له امله مې بهر ګذاره شوه . نږ دې وچې د حالاتو ساړه مې د ژ وند په كږلېچنه لاره له حركت څخه وغور ځوي . ځكه مې له ځان سره پرېكړه وكړه ، چې ترڅو په سيمه باندې ر وښانه لمر راخيږ ي او ژ وند د حركت كولو تر حده تودوخه محسوسوي . تر هغې...

د لاس بيه

نه پوهېږم ولي ځينې خلك داسې دي چې په هغه اول نظر دې لا بد ترې راځي. برناحقه، بې موجبه بې له دې چې خپله يې هم په علت پوه شې. او ځينې نور يې بيا همداسې بې له كوم خاص دليله ښه درباندې لګي. غني، له ښه مرغه په دې دويمه ډله كې راته. سره له دې چې نه يې خو...

څه معلومه ده؟

لیکوال: واسیلیس الکساکیس (فرانسه) ژباړن : علم ګل سحر ښځه مې تل راباندې غړومبېږي چې د خپلې لور الن د روزنې لپاره لږ وخت لګوم. هغه غواړي زه هره ورځ خپله لور د کور په نږدې پارک کې وګرځوم. د تیرې خالي په ورځ مې د دې لپاره چې ښځه مې بیا راسره جنجال و...

کندهاری خان

يو پهلوان سړی و، په ونه داسې دنګ چې په هره ډله کې به دی اوچت ښکارېده. ښايسته مخ، پراخ تندی، د وچولي په مېنځ کې يو شين خال. د ده نوم لکه چې حبيب الله و خو خلکو کندهاري خان باله. دی خدازده په کومه ګناه کتغن ته فرار شوی و خو د بغلانو په زاړه ښار کې او...