دا موزيم د مشورو كسانو د څېرو په نامه شهرت لري ، ملا عبدالباقي سر وښوراوه : - ښه ! او بيا يې مېلمه پال وپوښت : - مشهور كسان لكه پاچايان او د ملكونو مشران !؟ مېلمه پال ژر ځواب وركړ : - نه دلته عادي كسان هم شته ، هر هغه څوك چې په كوم څه كې يې ريكا...
غرمه مهال وْ، خو په خونه كې رڼا د غرمو قدري نه وه. په كړكيو ميخ شويو كارتونونو لـه يوې نيمې چولې رڼا پرېښوده. دهليز ته خلاص ورهْ هم د غرمني لمر رڼا نشواى راننيستلى. دوى غلي ناست وو. پلار يې تسبيح ښورولې. پلتۍ يې وهلې وه. لاندې يې كتل كله كله به يې را...
لومړۍ كافيه مې د هغې له سترګو څخه راواخيسته ، او د دوهمې نيم بيتې له پاره مې د لومړي توري پرځاي د زنې په منځ كې له ژور چك څخه يو ډول معنوي كيفيت د يوه زرين جوړښت په بيه ورځينې راواخيست . د رديف له پاره مې د هغې ټوله له ترنم څخه ډكه ځواني ورته وټاكله...
زما د نيا راتلو ته به ټول كور خوشاله و. زما خوښي خو بيا تر ټولو ډېره وه. علت يې هم ښكاره و. زه پوهېدم چې د هغې له راتلو سره زما د ژوند تر ټولو خوږې شپې ورځې پيلېږي. د نازونو او نازولو شپې ورځې، د مور و پلار له منته بېغمه د شوخيو او سات تېريو شپې ورځې...
يو خو دا ژورناليزم ډير ستړى كار دى او په تيره بيا صحافتي ژورناليزم، كه يو ځل سړى د صحافتي ژورناليزم په لومه كي بند شي نو بيا دې خداى (ج ) مل شي . تير كال چې زه ديوې مجلې د پښتو برخې اډيټر ووم ، نو دچا خبره له پښو نه مې بجلې ايستلې وې . دليكنو په خاط...
ما دا نه انګېرله چې ته به دومره بې احساسه يې! دى غلى پاتې شو. په شونډو كې يې تر اوسه لا خندل؛ خو مخ يې يو څه جدي ښكارېد. د "انجلا" د قهر سړېدو ته يې لار غوښته خو ذهن و زړه يې پلمه په ګوتونه وركوله. د انجلا سپين مخ لـه غصې سور و. په لاره تي...
تېر ژمى زموږ جومات ته يو مساپر راغى ، دى بوډاوو ، څپولې ږيره يې درلوده او په ظاهره يې خير غوښت . مساپر يوه خبره وكړه ، دې خبرې خنداوې غلې كړې ، سرونه وځړېدل او دډېرو كليوالو سترګې له اوښكو ډكې شوې . د دلوې د مياشت...
د لاهور د ياړي (مزدوري) خو ټوله سخته وه ،خو چې كله به يې ټاټكى راپرسر كړ نو لكه په سره تناره كې مې چې دروي ،ما به چې كله په كوم ختم وخيرات ، جنازې، جُمعې داختر لمانځه اويا كلي ته د تللو په وخت كې خولۍ پ...
خبره ما په ښکاره د لافې په توګه خو په حقيقت کې د ضرورت ترمخه کړې وه. داسې وه چې زما يو د سلام ترحده پېژندګلو سړي خپرندويه ټولنه جوړه کړې وه او زه ترې په همدغه ورځ خبر شوى وم. نو د خپل وزګار وخت د تېرولو لپاره ورغلم. او د ورتلو سره پوهه شوم چې سړى پرې...
- پام کوه چې دې کوټې ته بيا قدم وانه خلې، دا کوټه درنه ده چې د کومې بلا سيوری درباندې ونه شي. دا خبره مې نيکه هغه وخت زماکشر کاکا ته کوله چې زه به ايله د دولس ديارلس کلونو وم.. له هماغې ورځې نه مې د دې کوټې په هکله په ذهن کې بلا پ...