د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د هند د لومړي وزير هغه څرګندونې رد کړي چې ويلي وو، پاکستان خپل هېواد کې ترهګرو ته پناه ورکړې ده.
د ياد وزارت په خبره، هند پرې بې اساسه تورونه لګوي او غواړي پاکستان سیمه او نړۍ کې بدنام کړي.
اعلامیه کې دغه راز راغلي دي چې، هند کشمیر کې پر سیلانیانو بريد هم پر دوې وتپه په داسې حال کې چې هيڅ شواهد یې نه درلودل.
همدې حال کې ياد وزارت زياته کړې ده چې پر هند يې بريدونه ندي کړي، خو په ځوابي بريدونو کې يې دغه هېواد کې يواځې پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.
اعلامیه کې دغه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه هم مننه شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ يې اوربند وکړ.