انځورونه


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ارش ننګيال
  • 266

داسې نقاشي يې كوله چې څه درته ووايم ، هرڅه يې چې زړه غوښتل نقاشي كول يې. كله به يې ښكلې كليوالې جنكۍ كا ږلې، كله ښاري جينكۍ، كله، بوډۍ ښځه، كله ځناور، كله ديوان، كله يو څه كله بل څه. په هر ځاى كې يې خلك له نامه سره اشنا و او نقاشي خو يې غريب سړي په بيه نه شواى اخيستى، پرته له بډايه او شتمنو خلكو.
انځورګر به توله ورځ په نقاشيو بوخت و، ان چې اوږې يې بوټې راوتې وې، څڼې يې په اوږو پرتې وي او ږېره خو يې ان يو نيم لوېشت ته رسيده. د نقاشۍ خونه يې ګډه وډه وه، هرې خواته رنګونه، د اوبو او شرابو بوتلونه پراته و. سګرټ داني يې د ميز په بلې خواكې د كاغزونو پر سرايښې وه. د خونې په كونجونو كې د بد شكله ديوانو او بلا كانو نقاشۍ د وچېدو لپاره ايښودل شوې وې. كله، كله انځورګر دومره بوخت وچې نيمه شپه به شوه، خو انځور ګر به خبر نه و.
هغه شېبه يې غونى ځيږ شو اوسخت وېرېد چې بلاګانې او دېوان يې نقاشي كول. كله به پرې خولې راتلې او كله به يې لاسونه داسې رپېدل، چې انځور ته يې له ډاره نه شواى وړاندې كولى، فكر يې كاوه هسې نه لاس يې وښوري اوټوله خواري يې اوبه يو نه سي. كله به يې نا څاپه شاته كتل، كله به يې يو ډول ډاروونكي غږونه اورېدل، له ځايه به پورته شو او د خونې كړكۍ به يې بندې كړې، خو وېرې نه پرېښود.
يوه ورځ يې بيا هم په يوې ډاروونكې نقاشۍ كار كاو، خو وېرې كار ته نه پرېښود. لاسونه يې رېږدېدل، خولې پرې راماتې وې، ډول، ډول غږونو وېراو. انځورګر له ځايه پورته شو، په كړكيو يې لاس وواهه، خو بندې وې، بېرته په خپل ځاى كېناست، همدا چې انځور ته يې لاس ور نږدې كړ، كړكۍ په تيزۍ خلاصې شوې، له درز سره انځور ګر له ځايه ټوپ كړ او شا په تخته ولوېد، د خونې د كړكيو پردې په هوا شوې، ورپسې د ځناوروغږونه پورته شول، غږونه كرار، كرار انځور ګر ته نژې كېدل. انځور ګر هك حيران پاتې و، په وارخطا يۍ يې كله يوې خواته او كله بلې خوا كتل. ستونى يې وچ و، لاړې يې تېرولې خو خوله يې هم وچه وه، د بلا له تابلو نه ورو ورو په شا كېده، كله به يې تابلو ته او كله به يې پرانيستو كړكيو ته كتل، خو شاوخوا ټوله كوټه له نورو وحشتناكو انځورونو هم ډكه وه، سترګې يې له كاسو رواتې وې، هرخوا يې وېره او خوف ليده، د كوټې كومې برخې ته نظر واچوي، وار پار ترې خطا شو.
په خوا كې يې يو د بلا تصوير و چې دده ورته پام نه و، هغه راژوندى شو او دا يې له لاسه ونيو، له يوې چيغې سره يې د كوټې بل كونج ته ټوپ كړ، د بلاګانو انځورنه ژوندي شول، ټول د انځور ګر خواته روان شول. د انځور ګر د هيبت چيغې نورې هم زياتې شوې، ځناور ور نژدې كېدل، انځور ګر يو دم له ځناورو نه د ورۀ خواته منډه ګړه، چې نا څاپه يې له شاخوانه را كلك كړ، انځور ګر په ځمكه ولوېد او سا يې ووته .
بوډۍ د لمسي د رسمونو كتابچه وشكوله او زياته يې كړه:
_ رسمونه مۀ كاږه، دا په اخيرت كې ژوندي كېږي او تانه سا غواړي، دا ډېر وبال دى دې نه بلاګانې جوړيږي.
لمسي كله كتابچې ته كتل او كله نيا ته، چې نا څاپه، په چغه له خونې ووته په ژړا يې وويل.
_ مورې خوري مې .
ماشوم غوښتل چې د خپلې نيا انځور وكاږي.
او هغه انځور ګر!!! په سبا د سيمې د لوى روغتون روحي ډاكټرانو وويل چې، انځورګر په خپلو انځورونو كې ډېر ژور تللى دى اول يې دماغي سكته كړې ده چې له امله يې لېونى شوى دى، كېداى شي له خپلو انځورونو وېرېدلى وي او له هغې وروسته يې قلبي سكته كړې ده