هيواد دپرمختګ او نيکمرغۍ وسيله دهغه هېواد ځوانان دي.


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • همت الله امين زى
  • 385

ځواني دانسان دې دژوند يوه ډيره خوږه دوره ده هغه چې انسان دخپل ژوند مهمې پريکړي په کې نيسي او دخپل ژوند اوپه ځينو برخوکې خوبيا آن دې تاريخ چورليزټاکې اويا يې لږترلږمتاثروې.په ځوانۍ کې ډيرې داسې فکري او جسمي ځواکمنتياوې شته چې يوځوان دې په يوه هيواد کې دې يوه مسووليت جوګه شې  دتاريخ په اوږدو کې چې کومې مهمي پيښې اوکارنامې تر سرشوي ديوه يا ديوي ډلې ځوانانو نوم ورسره تړلي وي.
ديوه ملت دروښانه راتلونکې وړاندوينه دهغه ملت دځوانانودوضعيت له رويه کيداي شي داچې هغه هيوا د دنيکمرغي اوکه دې بدبختۍ اويا داچې هغه هيواد دپرمختګ پرلور روان ده اوکه وروسته پاته ده داټولې پوښتنې ديوه هيواد دځوان توکم وضعيت ته په کتومعلوميدي شې ديوه هيواددځوانانووضعيت  ته يوځغلنده غوندې نظر موږ ته دارامعلومه ولي شې چې هغه هيواد به نيکمرغه راتلوکنکې ولرې اوکه به يې ونه لرې.
حقيقت خوداده چې ديوه هيواد دپرمختګ او نيکمرغۍ وسيله دهغه هيواد ځوان توکم ده.
يوبا احساسه ځوان کولي شې چې دخپل هيواد ستونزې ربړونه اوغوښتنې درک کړې اوپه مسوولانه ډول دهغو ستونزواوربړونوپه له منځه وړلوکې کوښښ وکړې په خواشينۍ سره او وايم چې په افغانستان کې جګړو اوتاوتريخوالي ځوانانو ته ډيره کمه موقعه برابره کړې چې خپل تصميم ونيسې اوپه خپلواکه ډول خپل دريځ څرګند کړې.زموږ له ځوانانو څخه  سرله دې چې ډير کړاونه او ناخوالې يې ليدلي هيله کيږې چې دهيواد ابادولو ته مټې راونغاړې زيارورته وباسې اوله نورې نړۍ سره يې سيال کړې زموږد هيوادافعانستان سترګې ځوانانو ته اوړې او کيداي شې چې ځوانان به په يوه تازه فکر اوځواکمنتيا وران او کنډواله هيواد ته څه ورکړې کوم چې هيوادې يې تمه ترې  لرې. دځوانانو ترمينځ بايدتفاهم رامنځ ته کړاې شي دځوانانو تر مينځ تاوتيريخوالې له ميځه يو وړل شي،زده کړې ته يې وهڅول شي دښونې اوروزنې لارې په هغه اندازه چې توان لرې ورته هوارې کړې ځوانانو ته   ملې اواسلامې روحيه ورکړې.سولې ملي پخلاينې اودځوانانو تر مينځ دملي  يوالې او پيوستون  دروحې رامينځ ته کول او هغو ته وده ورکول اودنفاق او ځان ځانۍ له مينځه وړل او دهغو تر مينځ دورورلې،متقابلې همکارۍ،دبيوزلوسره مرستې او لاس نيوې ،عاطفې،صله رحمۍ اويوبل ته  ددرناوي دروحې پيداکول دکلتور هڅوملاتړ او هغوته وده ورکول سالمو اقتصادې فعاليتونو ته دځوانانو هڅول او...داټول اوداسې نور هغه څه دې چې ځوانان بايددخپلوموخوپه سرکې ورته ځاي ورکړې اوريښتينې ورته پاتې شي.
خوشخال باباواييL( لافې دې هغه څوک وهي،چې دولت لري ياښه تکړه ځوانان لري،که دايې نه وي،هسې لافې دې نه وهي.