د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز اعلامیه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • هیواد دوست
  • 1192

ګرانو هېوادوالو !
په هغو ورځو کې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټولټاکنو بهیر پیل شو موږ او د هېواد زیات شمېر فرهنګي او سیاسي کړیو ددې لپاره چې د رښتینوافغانانو  رایې تقسیم نه شي او د ډېرو نوماندانو په اړو دوړ کې افغان دښمنه ګړۍ او عناصر د برلاسۍ امکان ترلاسه نه کړي ، پر افغانانو مو غږ وکړ چې ښاغلی کرزی وټاکي ، له ښه مرغه چې همداسې هم وشول ، خو دا هېڅکله په دې مانا نه وه او نه ده چې  یوازې همدا جناب کرزی د افغان او افغانیت ساتندوی اومخکښ دی او یا یوازې همدا کرزی په پوست ، ماغزونو او اراده کې پاک او مطمًن مشر دی !موخه دا وه چې په ټاکنو کې د افغان دښمنه څېرو مخه ونیول شي .خو اوس چې ښاغلي کرزي د ملت په ملاتړ بیا د ولسمشرۍ مقام ترلاسه کړ  او ددې وار راورسېد چې د خپلې ادارې همکاران (وزیران) ملت ته وروپېژني له بده مرغه هغه او د هغه د کمپاین ملګرو او د کیسو یارانو دا هیر کړل چې کار به د کار اهل او د ملت هوښیارو او رښتینو بچیانو ته ورسپاري .په اعلان شوې کابینه کې بیا هم یوشمېر جنایتکاران  ،بډې خوړونکي او مفسدین او ان د ملی هویت دښمنان لکه رهین او داسې نور هم ترسترګو کیږي.دغه شان یو نوملړ له ملت سره جفا ده ، دا له هغه ملت سره جفا ده چې کرزی یې تر دغه مقامه ورساوو ، او په ولس کې دننه داسې خبرې هم کیږي چې له تاسو خو بیا هم په ډېرو برخو هماغه طالبان او ان خلقیان او کمونستان هم ښه و ، لا اقل  دغه شان سپین سترګي خو  یې نه درلوده ، او داسې ښکاري چې ملت نور نو بې باوره شوی او کرزی صاحب باید ملت له خپل کړي عمل څخه پښېمانه نه کړي  .
له همدې امله موږ او د افغانستان ټول مترقي ، دموکراتیک او وطنپاله عناصر او ځواکونه تر هر څه دمخه د افغانستان له پارلمان  نه هیله لرو چې د ښاغلي کرزی د کابینې له نوملړ څخه ددغه شان مفسدینو، قاتلاتو او کلتور نه لرې کلتور وزیرانو نوم لرې اوپه هېڅ صورت و نه مني او په افغاني غیرت او همت سره د هغوي کاندیداتوري رد کړي .له بلې خوا ټول هېوادوال دې هوښیار و اوسي چې د ملت له تاریخ او هویت ، او د افغان او افغانستان له ملي او تاریخي ویاړنو ، شتون او ګټو سره د دښمنو وزیرانو او چارواکو اعمال په دومداره توګه تر څارنې لاندې ولري او د اړتیا په وخت کې له دغه شان یو ملي ضد دولت او حکومت سره ملي مقاطعه او کار بندیز اعلان کړي .که د کرزي صاحب په روانه موده کې  اداري  فساد، بډې او غلا ورکه نه شي ، که په دغه اداره کې تر ډېر ښکته اداري بُست هم عدالت او اهلیت په پام کې ونه نیول شو ، که په بهرنیو چارو وزارت  او که  په پوهنتونونو او تحصیلي بورسونو کې له کوم قام په تېره بیا پښتنو سره دوه رنګي وشوه ، او که دپښتنو پر کورونو، جایدادونو ،شتمنیو ، او اولادونو تېری او یرغل و نه درول شو او هر کس او ناکس د مجاهد او دموکراسۍ په نوم د افغانستان د خلکو تاریخي هویت او کلتور له مسخره ګۍ سره مخامخ کړي ، په رسنیو او له هغې ډلې په راډیو – ټلویزیون کې د ملی پر ځای ملي ضد اوپنجابي او  ایرانی کلتور ته لوړتیا ورکړي، او دې ته ورته په ډېرو نورو ملي او اړینو برخو کې دغه اداره ګام وا نخلي ، نو دا ملت به د عمومي بایکاټ او کاربندۍ تر څنګ ددې خاورې په تاریخ کې د کرزی او د هغه د ملګرو نوم په تورو کرښو ولیکي .
موږ ددغه یاددښت په خپرولو سره خپل رسالت ترسره کړی او په دې کار کې کومه ځاني او شخصي ګټه نه لرو ، بس د خپل هېواد او خپل ولس سره د منیې  له امله مو خپل تشویش څرګند کړ .
ومن الله توفیق
د خپلواکۍ فرهنګي مرکز