د افغانستان دویم ځل ټاکنې ښایي د زیمبابوې په څېر شي


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله شمسزی
  • 404

زیمبابوی هم د افغانستان په شان د نړۍ د درېیمو هېوادونو په کتار کې راځي، څومره جنجالونه او کورني جنګونه چې موږ تېر کړي، ترموږ یو څه زیات هغوی هم دغسې حالات لیدلي او ځورېدلي، څومره بدمرغۍ چې موږ د پردیو له یرغلونو لیدلي هغوی هم له انګرېزانو سره د خپلې ازادۍ موږ ته ورته ستونزې لیدلي. زموږ اقتصادي او ټولنیز بنسټونه چې څومره خراب شوي د هغوی هم همداسې له خاورو سره خاورې شوي. باالاخره د دموکراسۍ نیالګی لکه د افغانستان په شان هلته هم نوی کېنول شوی او لا یې جرړې د ځمکې بېخ ته نه دي رسېدلي.
لکه څنګه چې مو ستونزې یو شان دي زما په نظر زموږ د ستونزو حل هم ښايي یو شان راووځي، تر کومه حده چې ما د زیمبابوی اساسي قانون مطالعه کړ، پرته له مذهبي او کلتوري مسایلو په ټولنیزو او سیاسي مسایلو کې مو ډېر کم توپیر دی. زموږ اساسي قانون هم د ټاکنو د ګټلو لپاره شرط ۵۰ + ۱ ټاکلی او د هغوی هم، زموږ په اساسي قانون کې هم راغلي چې که چا پنځوس جمع یو رایې وانه خیستې ټاکنې به دویم پړاو ته ځي او د هغوی هم، زموږ قوانین هم د دویم ځل ټاکنو او په هغه کې دیوه کاندید د په شا کېدو په برخه کې ګونګ دي او د هغوی هم. لنډه دا چې اوس به زموږ د ټاکنو لانجه هم هماغسې حل کېږي، څنګه چې د زیمبابوی د ۲۰۰۸ د دویم ځل ټاکنې سرته ورسېدې.
په زیمبابوی کې د ۲۰۰۸ کال د مارچ په میاشت کې د مخالف ګوند د رهبر مورګان چنګرای او د ۸۴ کلن رابرټ موګابي او یو بل کاندید ترمنځ ټاکنې وشوې، رابرټ موګابي له ۱۹۸۰م میلادي کال نه وروسته هلته ولسمشر و چې پوره ۲۸ کاله یې حکومت کړی و، کله چې د ولسمشرۍ ټاکنې کېدې لکه د افغانستان په څېر هلته هم امنیتي حالات ښه نه و، خو ددنیا دا غوښتنه وه چې دیوه مشروع نظام د راتللو لپاره باید ټاکنې وشي، د ټاکنو لپاره په کمپاینونو کې په درځنونو کمپاینرانو خپل ژوند له لاسه ورکړ اود تاوتریخوالي او ګډوډیو له امله تر یو لکو زیات کورنۍ بې ځایه شوې. هلته هم د پراخو درغلیو د ادعاو له امله د ټاکنو پایله تر یوې میاشتې زیات وځنډول شوه، د اپوزیسیون کاندید مورګان چنګرای او د هغه پلویانو نړیوالو او کورنیو رسنیو سره مرکې وکړې، چې باید ټاکنې و ځنډېږي، له نړیوالو یې وغوښتل چې په برحاله ولسمشر فشار راوړي چې زیاتې څوکۍ ورکړي، په پایله کې تر یوې میاشتې ځنډ وروسته د رایو پایله اعلان شوه، د اپوزیسیون مشر مورګان چنګرای ۴۷،۹ او برحاله ولسمشر رابرټ موګابي ۴۳،۲ فیصده رایې ترلاسه کړې وې.
سره له دې چې د مورګان چنګرای رایې ډېرې وې، خو ده دعوه کوله چې دده اصلي رایې ۵۰،۳ فیصده دي او د برحاله ولسمشر پلویانو او د ټاکنو کمیسیون ټګي کړې او دده رایې یې پټې کړې دي. تر ډېرو ناندریو او جنجالونو وروسته د نړیوالو په مداخله د زیمبابوی د اساسي قانون له مخې دیوې میاشتې په جریان کې ددویم ځل ټاکنو اعلان وشو.
د اپوزیسیون کاندید مورګان چنګرای ښایي په دویم ځل ټاکنو په خپل بري شکمن شوی وي، ځکه هلته هم لکه د افغانستان په څېر فکر کېده چې د ناکامو کاندیدانو پلویان ښایي برحاله ولسمشر ته رایه ورکړي او دده د ګټلو چانس کم کړي، له همدې امله مورګان چنګرای یو شمېر شرطونه وړاندې کړل چې زیات شرطونه یې د افغانستان د اوسنیو ټاکنو د کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله ته ورته وې، هلته هم د ټاکنو پرخپلواک کمیسیون شک شوی و او د کمیسیون د ځینو غړو د لرې کولو غوښتنه شوې وه او دلته هم شوې ده او همداسې د ځینو چارواکو لرې کېدل. مورګان چنګرای هم ګواښ کړی و، که چېرې دده شرطونه ونه منل شي نو دویم ځل ټاکنو کې ګډون نه کوي، په لومړي سر کې خو د افغانستان په څېر د زیمبابوی حقوقپوهانو او سیاستپوهانو هم په دویم ځل ټاکنو کې د مخالف کاندید له نه ګډون نه ویره لرله چې ښایي بحران به رامنځته کړې، خو وروسته پرېکړه وشوه چې په اساسي قانون او نورو قوانینو کې په صراحت څه نه دي لیکل شوي، اساسي قانون واضح دی که ټاکنې دې وشي، اوس که چېرې مخالف کاندید ګډون کوي او که نه ټاکنې باید ترسره شي. همدا دلیل یې لامل شو چې د د ۲۰۰۸ میلادي کال د جون په میاشت کې ټاکنې پرته د مخالف کاندید له ګډون نه ترسره شوې او رابرټ موګابي چې بې سیاله کاندید و تر ۸۰ فیصدو رایې خپلې کړې.
تر ټاکنو وروسته یو ځل بیا چیغې، ځای ځای مظاهرې او د پردې ترشا خبرې پيل شوې، تر دې چې دیوه ایتلاف له مخې مخالف کاندید په حکومت کې ګډ کړل شو، هغه څه چې د یادونې وړ ده په زیمبابوی کې د افغانستان په څېر له پیله تر پایه اکثریت خلک د ایتلاف مخالفین و، ځکه د هغوی په نظر ایتلافي حکومتونه ښه پایله نه لري. کله چې تر دویم ځل ټاکنو وروسته نړیوالو په رابرټ موګابي فشار راوړ چې مخالف کاندید ته په حکومت کې برخه ورکړي، نو د هغه ایتلاف پایله دا شوه چې دادی تر یو کال زیات وخت تېرېږي خو د زیمبابوی سیاسي او امنیتي حالات ښه نه دي.
یو بل مثال یې کینیا هم دی، هلته هم همداسې ستونزه پېښه شوه او بیا د نورو هېوادونو د فشار له امله یو ایتلافي حکومت منځته راغی، چې ستونزې یې لا هم حل نه دي.
لکه په پیل کې چې مې وویل افغانستان هم د درېیمې نړۍ د هېوادونو په کتار کې دی، موږ که ځان مقایسه کوو نو له پرمختللیو هېوادونو سره به ځان په یوه تله کې نه تلو. نړیوال هم په دې راز خبر دي هغوی که موږ ته اساسي قانون او یا نور فرعي قوانین جوړوي نو ددرییمې نړۍ د هېوادونو له قوانینو نه یې کاپي کوي، زموږ په سیاسي مسایلو کې که کومه ستونزه راولاړېږي هغه ته هم د درییمې نړۍ د هېوادونو د فورمول له مخې حل راوباسي، ځکه د پرمختللیو هېوادونو تجربې زموږ له هېواد سره اړخ نه لګوي، داسې ډېر مثالونه شته چې په دې تېرو اتو کلونو کې نړیوالو زموږ زیاتره ستونزې د درېیمې نړۍ د هېوادونو د تجربو او فورمولونو له مخې حل کړي، ډېری پروژې، چوکاټونه او پروسې یې له غریبو هېوادونو راوړي او دلته یې پلي کړې دي. نو پردې اساس داسې انګېرل کېږي چې زموږ ټاکنې به هم د زیمبابوی په څېر شي، که ډاکټر عبدالله عبدالله د هغو شرطونو د نه پوره کېدلو له امله چې همدا تېره ورځ یې وړاندې کړل په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، نو یا خو به رایې یوازې د حامد کرزي په ګټه استعمال شي او یا به پرته له ټاکنو د عرف له مخې کرزی ګټونکی اعلان شي. خو دا وېره شته چې بیا به نړیوال خپل اواز پورته کړي او د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو غوښتنه به وکړي.