د تاجکستان او روسیې مشران د افغانستان پر وضعیت غږېدلي

د تاجکستان او روسیې مشران د افغانستان پر وضعیت غږېدلي


  • 1 کال دمخه (14/05/2022)
  • سمسور
  • 567

سمسور (۲۴غوایی۱۴۰۱) د تاجکستان او روسیې ولسمشرانو پرون د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې او بحث کړی دی. 

د روسي رسنیو د راپور له‌مخې، امام علي رحمان او ولادیمیر پوتین د افغانستان پر اوسني وضعیت او د افغانستان او تاجکستان په ګډه پوله د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث کړی دی. 

دواړه مشران داسې مهال د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کوي، چې د تېرې شنبې په ورځ د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالي څخه د تاجکستان په خاوره کې پر ناڅرګندو اهدافو اوه توغندي لګېدلي دي. 

د رسنیو د راپور په حواله، د دې برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.