کاملوف: نړیوال دې نور پر افغانستان اقتصادي فشارونه پای‌ته ورسوي

کاملوف: نړیوال دې نور پر افغانستان اقتصادي فشارونه پای‌ته ورسوي


  • 5 مياشتي دمخه (09/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 389

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې افغانان له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې ته په‌کار ده، چې پر دې مظلوم هېواد نور خپل اقتصادي فشارونه ختم کړي. 

د نوموړي په خبره، په ګاونډي افغانستان کې یې خورا بد بشري وضعیت دی او ژر دې کنګل شوې شتمني هن ازاده کړل شي.  

تر دې وړاندې روسیې، چین او پاکستان هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان کې کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي.