د پوهنتون د یو ځوان پښتون استاد په توګه؛ استاد فیض "جلال" ته زما ځوابیه لیک:

د پوهنتون د یو ځوان پښتون استاد په توګه؛ استاد فیض "جلال" ته زما ځوابیه لیک:


  • 2 اونۍ دمخه (21/11/2021)
  • استاد عبدالکبیر "حساس"
  • 159

ښاغلیه!

کله چې په لومړي ځل زما په شمول ګڼ شمېر ځوانان له پښتون مېشتو ولایتونو څخه د کابل پر لور ډېر په ویاړ سره راغلو او داسې فکر مو کاوه چې ګواکې د هېواد په كچه لوړ پوهنتون کې به زده کړې وکړو او د ټولنې رنځ به دوا کړای شو. خو چې څنګه پوهنتون ته ننوتلو او په لومړي ځل مو ټولګي کې ګډون وکړ، ومو لیدل چې زمونږ په مورنۍ ژبه(پښتو) باندې یو کتاب او چیپټر هم نشته، په داسې حال کې چې دا د هېواد لومړۍ ملي او رسمي ژبه ده، له استاد څخه به مو چې په پښتو ژبه پوښتنه وکړه، سمدستي به یې وویل: مسلماني ګپ بزن. د څنګ له ملګري مې پوښتنه وکړه چې استاد څه وویل؟ هغه راته وویل چې استاد وویل په مسلمانۍ ژبه وغږېږه یعنې دري ووایه، زړه کې مې اور بل شو، دا څه اورم؟ دا لا یو دري ژبی پروفیسور دی او له پښتو ژبې څخه دومره کرکه کوي.

ښاغلی جلال؛ په یاد مو دي چې تاسو د دري ژبو استادانو یوه کړۍ جوړه کړې وه، هغه پښتانه زده کړیالان به په نښه کول چې کادري نمرې به یې پوره کړې وې، چې کوم دري ژبي استاد سره به برابر شو داسې نمرې به یې ورکړې وې چې د هغه زده کړیال له پارچې او لیاقت سره به یې ځمکه او اسمان توپیر درلود، استاده په یا دې دي چې زما نمرې مو کمې کړې وې، خو چې کله درباندې عارض شوم، ډېر فشار دې راباندې راوړ چې پارچه را ونه باسم، خو بیا د استادانو کمېټه کې زما له پارچې ثابته شوه چې ۲۵ نمرې مو کمې راکړي او بیا مو په هغه کمېټه کې په ډېرې سپین سترګۍ سره ویلي وو چې: او افغان متعصب است چرا به پشتو پارچه حل میکند؟ مه پشتو را نمی فهمم.

استاده یاد دې دي چې د پښتون مېشتو سیمو زده کړیالانو ته به مو ویل چې که اوس سل کسان هم په ټولګي کې یاست بل سمېسټر کې مو شمېر لسو او پنځو ته راکموم.

که یاد دې شي چې یو کندهاری یتیم زده کړیال دې ډراپ کړی و، د بل سمېسټر په پیل کې دې ټولګي کې په خندا وویل: له خونده مې ډراپ کړ.

استاده یاد دې شي چې ماته دې ویل: په ما دې عریضه کړې، بل سمېسټر کې به راسره برابر شې، که برابر هم نه شې په بل استاد هم چانس درکوم، خو شکر چې ستا غوندې د متعصبو استادانو له کړۍ څخه زه وار له مخه خبر وم او داسې تیاری به مې درس ته نېوه چې متعصب استادان به مې ټولګي کې له شتون څخه په عذاب وو، چانسول خو لا لرې خبره وه.

ستا په څېر د وحشت او هوس وږي لیوان استادان د نجونو د پاک لمنۍ غله نه وو، تاسو به تل د خپل هوس سپیان نه وئ، که رښتیا ووایې څو ځله په دغو کارونو کې رټل شوی یې؟

لنډه دا چې تا او ستا په څېر ډېرو د تعصب په چټلیو باندې لړلو پروفیسورانو او استادانو دا شل کاله د پښتون او پښتو ژبې په ځپلو کې له هېڅ ډول ناوړه کړنو درېغ ونه کړ، همدا د تاسو پر وړاندې پښتانه ځوانان په پوهنتونو او ادارو کې د ژبژغورنې غورځنګ تر چتر لاندې د ښاغلي ابوبکر ځلاند په مشرۍ د پښتو ژبې د ژغورنې او بډاینې مبارزې ته راووتل، دا ځوانان ستاسو د یو انده دري ژبو له لوري له دندو وشړل شول، ووهل شول، ټپیان شول او ان په شهادت ورسېدل.

نن چې ستاسو په اند هغې د دوزخ ژبې ته رب(ج) عزت ور په برخه کړ، د افغانستان دولتي ژبه وګرځېده او ټول احکام پرې لیکل کېږي، تاته ولې زور درکوي، په دې ژبه ۷۵ سلنه پښتانه او څو سلنه نور کوچنې قامونه پوهېږي، دا نو ستا خپله ستونزه ده چې په بهرنۍ ژبه انګلېسي باندې خبرې کولای شې خو پښتو ته دې ملا ماته ده، حق خو دا کېږي چې اوس کله تاسو دري ژبه ووایئ او پښتانه ځواب درکړي چې: په مسلمانۍ خبرې وکړه، یعنې پښتو ووایه. ستا احساس به څه وي؟ هغه خبره به درباندې څنګه ولګېږي چې شل کاله دې مونږ ته زمزمه کوله.

د ا.ا.ا له چارواکو څخه په درنښت هیله کوو چې د ملي او رسمي ژبې له تعریف سره سم دې پښتو ژبې ته لومړیتوب ورکړي او د داسې متعصبو کسانو خولې دې وتړي تر څو په راتلونکي کې داسې ناوړه الفاظ ترې را بهر نه شي.

په خورا درنښت

ستاسو کوچنی ورور

استاد عبدالکبیر "حساس"