د ډاکتر اشرف غنی ویډیويي کنفر انس


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سمسور
  • 538

 په لندن کې د ډاکتر اشرف غنی احمدزی ویدیو کنفر انس

ډاکټر اشرف غنی احمد زی دراتلونکو ولسمشریزو ټول ټاکنو لپاره

مخکښ کاندید چې په افغانستان کې د یو مسلکی حکومت دجوړیدو نیت لری د کرزی حکومت یې د عدالت او شفافیت په ټینګښت او دقانون په حاکمیت کې پر پاتې راتللو او په ډیرو نورو برخوکې ننګولی دی.

موږ افغان ځوانان ددې مسولیت لرو چې دافغانستان خلک په دې وپوهوو چې ډاکټر اشرف غنی یوازینی سیاسی مشر دی چې د جګړه ځپلي قوم د ښیګڼې ، پرمختګ او هوساینې لپاره غوره تګلاره لري.

د ولس نوې پریکړه لیرې نده. ولسمشریزې ټولټاکنې به اوسنیو ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي.افغانان نور د تجربه شو څیرو له ملاتړه چې د هیواد امنیت یې د وخت خونړۍ کندې ته ټل واهه ستړي شوي دي.

د ولس نوې پریکړه به د هیواد د ځلانده راتلونکي لپاره نوې هیلې راوټوکوي.

افغانستان یو قوی مشرتابه ته اړتیالري چې د نړیوالو مرستو د پرځای لګولو وړتیا ولري.ډاکټر غني ژمن دی چې د ځپل شوخلکو د سولې او ثبات ارمانونه په عملي ډول په رښتیا بدل کړي.هغه د بې عدالتۍ ، ګډوډۍ او دولتي فساد د پایته رسولو لپاره د عدالت پر رامنځته کولو ژمن دی.

افغانان د یو بدلون تمه لري چې د سولې او نیکمرغۍ نوي زیري ورکړي.دافغانستان نړیوال ملګري ژمن دي چې د هیواد په سیاسي چارو کې ددغه بدلون ملاتړ په هراړخیز ډول وکړي.

ډیر خلک له دولتي چال چلند څخه نهیلي دي او اوسنی حکومت د جنګسالارانو او جنګي جنایتکارانو ،بې عدالتۍ او د فساد تابع بولي.

راتلونکي څلور کلونه دافغانستان او د هغه د نړیوالو ملاتړ کونکو لپاره ډیر مهم دي.تیر اته کلونه خورا ډیر وخت وو چې بدمرغیو ته د پای ټکی ایښودل شوی او د نیکمرغۍ خواته ګامونه اخیستل شوي وی خو فاسد او ضعیف دولتي مشرتابه دغه مهم وخت ضایعه او له لاسه ورکړ.

ډاکټر غني ژمن دی چې وښیي ددرې لسیزو د پرله پسې روانې جګړې سره سره د نیکمرغه افغانستان د جوړولو لپاره هر څه شوني دي.د همدې لپاره خو موږ له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره یو ویډیوي کنفرانس برابر کړی دی.

په برتانیا کې افغان زده کونکي تاسو په خوښۍ سره تاسو دافغانستان د ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزو ټولټاکنو په اړه غونډې ته رابولي.په دې غونډه کې دخبرو ، پوښتنو او ځوابونو په برخه کې به د ډاکټر اشرف غني سره بیره ،کلیر لکهرت او مکس بارینګ وینا وکړي او ځوابونه به ووايي.

په دې غونډه کې به د بی بی سی نیوز، چینل فور، ګارډین، بی بی سی پښتو پارسي او نورو رسنیو خبریالان هم وي.

غونډه د پنجشنبې په ورځ د مازیګر له ۵ څخه تر ۷ بجو پورې دوام کوي.

پته:

Large Common Room, London House, Goodenough College

Mecklenburgh Square, WC1N 2AB

London, United Kingdom

Hanan Habibzai
Freelance Journalist