ایران له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې چمتووالی ښودلی

ایران له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې چمتووالی ښودلی


  • 2 مياشتي دمخه (23/10/2021)
  • خالد سهار
  • 154

ایران وایي، چمتو دی، چې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل کوټلي ګامونه پورته کړي.

دا څرکندونې نن د افغانستان لپاره د ایران سفیر بهادر امینیان د ا.ا بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په یوه لیدنه کې کړې دي. 

ایراني لوري ویلي، دغه هېواد چمتو دی، څو په افغانستان کې د انرژي، مواسلات، معدن، تجارت او روغتیا په برخو کې پانګونه وکړي.

په همدې حال کې ښاغلي متقي ویلي، چې ایران دې د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې ځانګړې پاملرنه وکړي. 

ټاکل شوې، چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په تهران کې د افغانستان په اړه یوه غونډه هم جوړه شي.