ملګري ملتونه: طالبانو افغان نجونو او ښځو سره شوې ژمنې تر پښو لاندې کړې

ملګري ملتونه: طالبانو افغان نجونو او ښځو سره شوې ژمنې تر پښو لاندې کړې


  • 1 مياشت دمخه (12/10/2021)
  • خالد سهار
  • 107

د ملګرو ملتونو سرمنشي طالبان پړه ګڼي، چې د افغان نجونو او ښځو په اړه شوې ژمنې یې تر پښو لاندې کړې دي.  

انتونیو ګوتیریش پرون ناوخته په نیویارک کې د یوې خبري غوندې پر مهال ویلي، له افغان نجونو او ښځو سره د ژمنو ماتول، د هغوی د هیلو د له‌منځه وړلو په معنی دي. 

هغه همدا راز ویلي، چې دا سازمان به د ښځو د حقونو مسئله له پامه و نه غورځوي او اداره یې هره ورځ له طالبانو سره په دې اړه خبرې کوي. 

نوموړي همداشان زیاته کړې، طالبانو ته په‌کار ده، چې د نجونو او ښځو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي او په دې برخه کې د نړیوالو قوانینو له مخې، خپل مسؤولیت ترسره کړي. 

د ملګرو ملتونو اندېښنه د هغو نجونو او ښځو په اړه ده،  چې لا زده‌ کړو او کار ته نه دي پرېښودل شوي.

ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د طالبانو دا کار د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونه بولي.

خو ورته مهال بیا طالبان وايي، د یوې بنسټیزې تګ‌لارې له جوړېډو وروسته به، نجونو او ښځو ته د زده کړې او کار اجازه ورکړي.