قطر: نړیواله ټولنه باید د تالبانو په رسمیت پېژندلو کې بېړه ونه‌کړي

قطر: نړیواله ټولنه باید د تالبانو په رسمیت پېژندلو کې بېړه ونه‌کړي


  • 1 مياشت دمخه (07/10/2021)
  • خالد سهار
  • 121

قطر وایي، نړیواله ټوله نه‌باید د تالبانو په رسمیت پېژندلو کې له بېړې کار واخلي، بلکې د دوی دقیقه څارنه دې وکړي. 

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې اولوا رشید په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې نړیوالې ټولنې ته په‌کار ده، چې د تالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرایط او دريځ واضح کړي.  

د هغې په وینا، چې له تالبانو سره یې د حکومت په تشکیل خبرې کړې او دوی ته یې ویلي، چې په نړۍ کې د اسلامي هېوادونو د حکومتونو په تقلید کولای شي په خپل هېواد کې نوی حکومت جوړ کړي.

آغلې رشید دغه راز زیاته کړې، چې تالبان باید له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د ښځينه وو زده کړو او کار ته اجازه ورکړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې وړمه ورځ د فرانسیې ولسمشر امانول مکرون هم په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي، تالبان باید دا درک کړي، چې نړیوال یې د رسمیت پېژندلو لپاره خپل شرایط لري.

د ښاغلي مکرون په خبره، که تالبان د نړیوالو شرطونه ونه مني حکومت به یې هم څوک په رسمیت ونه پېژني.