په خوست کې د ۳۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې لپاره کانال جوړیږي

په خوست کې د ۳۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې لپاره کانال جوړیږي


  • 3 مياشتي دمخه (14/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 207

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې د یاد وزارت لخوا د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت د مرکز متون په سیدحنان کلي کې د ۲.۱ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو کانال جوړولو چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوي دي.

سرچینه زیاتوي دغه کانال چې ۳۸۰ متره اوږدوالی لري ۳۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبوي او د سیمې ۱۶۵ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

ددغې پروژې په کاري بهیر کې د سیمې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته ۲۰۸۹ کاري ورځې هم برابریږي.